Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ناسا د نړیوال فضایي تمځي د رغونې پروګرام وځنډاوه

Published

 on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۰)

ناسا په ډاګه کړې، چې په نړیوال فضایي تمځي کې یې د څېړنځي د رغونې پروګرام ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه، چې نن ویجاړ شوی څېړنځی رغول شوی وای؛ خو د ځمکې په شاوخوا کې د فضایي ککړتیاوو له کبله یې د رغونې پروګرام تر ناڅرګند وخته وځنډاوه.

په پام کې وه، چې دوه امریکايي ستورمزلي نن سهار پر ۷:۱۰  خپل کار پیل کړي؛ خو د ناسا چارواکو په روانه میاشت کې د روسیې د سپوږمکۍ ضد توغندي د پاتې شونو په اړه خبرداری ورکړ او یاد پروګرام یې وځنډاوه.

ناسا څرګنده کړې: ناسا په فضا کې د ککړتیاوو په اړه خبرداری ترلاسه او ستورمزلو ته د پېښ خطر د سمې ارزونې لپاره یې ډلې وګومارلې، چې پرېکړه وکړي او د نورو معلوماتو تر راټولولو خپل پروګرام وځنډوي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه دا هم روښانه نده، چې ککړتیا فضايي تمځي ته څومره نږدې ده.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په کاپیسا ولایت کې د مشتریانو د خدمتونو څانګه پرانیستله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۲)

د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مشتریانو د خدمتونو دفتر پرانیستل شو.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون رییس د دې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د کاپیسا په مرکز کې د پېرودونکیو د خدمتونو د دفتر له پرانیستلو سره به د مخابراتو او انترنیت په برخه کې د دې ولایت د اوسیدونکیو ستونزې اوارې شي.

د دې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې د کاپیسا مرستیال والي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رییس، د اترا ادارې رییس او د دې ولایت یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مسوولين وايي، چې د پېرودونکیو د خدمتونو د دې دفتر له پرانیستلو سره سم يې د کاپيسا په مرکز کې د 4G انترنیتي خدمتونه هم فعال کړي دي.

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د مرکزي زون رییس سلیمان خرم وايي، د پېرودونکیو د خدمتونو دغه دفتر په ټولو پرمختللیو اسانتياوو سمبال دى او له دې وروسته به د مخابراتو او انترنیت په برخه کې د دغه ولايت د اوسیدونکیو ستونزې پخپل وخت اوارې شي.

د کاپیسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان د دې ولایت په مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پېرودونکیو د خدمتونو د دفتر د پرانیستلو او د دې شبکې د 4G انترنیتي خدمتونو له فعالېدو هرکلی وکړ او دا اقدام یې د خلکو د ستونزو په اوارۍ کې اغېزمن وباله.

نوموړي  ټینګار وکړ، چې د کاپیسا ټوله جغرافیه امن ده او له افغان بیسیم شرکت څخه یې وغوښتل، چې د دې ولایت په ولسوالیو کې هم خپل خدمتونه پراخ کړي.

دغه راز د کاپيسا ولايت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رييس مولوي دلاور برهان د دغه ولايت په ولسواليو کې د مخابراتي او انترنيتي خدمتونو په برخه کې شته ستونزو ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ، چې دغه رياست د ټولو مخابراتي شرکتونو په ځانګړي توګه د افغان بيسيم مخابراتي  شرکت خدمتونو په وړاندې کولو کې له دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د کاپیسا ولایت یو شمېر اوسیدونکي د دغه ولایت په مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د نوې څانګې دفتر پرانیستل او د 4G انترنیتي خدمتونو له فعالیدو خوښي څرګندوي.

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مسوولين وايي، په کاپيسا ولايت کې د مخابراتو او انترنیټ په برخه کې شته ستونزو ته پر پاملرنه به هڅه وکړي، چې په راتلونکي کې د دغه ولايت له ځايي چارواکو سره د همغږۍ له مخې په بېلابېلو  لریو پرتو سيمو کې هم مخابراتي او انترنیتي خدمتونه په اساسي او معياري توګه فعال کړي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

یوه چینايي فضايي بېړۍ له ۲۷۶ ورځو وروسته خپل اړین ماموریت بشپړ کړ او ځمکې ته راستنه شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۲)

د چین دولتي رسنیو په ډاګه کړې، چې د دوشنبې پر ورځ د چین یوه تجربوي فضايي بېړۍ په خپل مدار کې له ۲۷۶ ورځو پاتې کیدو وروسته بېرته ځمکې ته راستانه شوه او د فضايي تکنالوژۍ د ازمایښت لپاره یې یو مهم ماموریت بشپړ کړ.

د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دغه بې کسه فضایي بېړۍ د دوشنبې پر ورځ د چین په شمال لویدیځ کې د جیوچوان توغولو مرکز ته راستنه شوه.

د رویترز د راپور له مخې؛ په دې اړه بشپړ جزئیات  ورکړ شوي نه‌دي، چې دا فضايي بېړۍ څه وه، کومه تکنالوژي وازمویل شوه، څومره لوړه الوتنه یې وکړه او د ۲۰۲۲ کال د اګست په لومړیو کې یې فضايي  مدارله تر کم ځای رسېدلی دی. دغه راز یې انځورونه هم ټولو ته د لاسرسي وړ ندي.

د چین دولتي رسنیو دا هم په ډاګه کړې ، چې دا ازموینه د بیا کارونې وړ فضایي تکنالوژۍ په برخه کې د چین په څېړنه کې اړین پرمختګ په ګوته کوي، چې راتلونکي فضایي ماموریتونو ته د رسیدو لپاره به خورا اسانه او ارزانه لار چمتو کړي.

د چین په ټولنیزو رسنیو کې اټکل شوی، چې بیجینګ د امریکا د هوایي ځواک X-37B په څیر فضایي بېړۍ رامنځته کول غواړي، چې وکولی شي په خپلواکه فضایي مدار کې تر کلونو پاتې شي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

سویدن یو څېړنیز توغندی وتوغاوه؛ خو ناڅاپه د ناروې پر غرنۍ سیمه لګېدلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۲)

رویترز راپور ورکړی، چې د سویدن فضایي شرکت (SSC) د دوشنبې پر سهار د شمالي سویدن له اسرانژ فضایي مرکزه له توغوولو وروسته خراب شو او د ګاونډ هېواد ناروې د خاورې په ۱۵ کیلو مترۍ کې پر یوه غرنۍ سیمه ولګېده.

دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه څېړنیز توغندی د ۲۵۰ کیلومترو لوړوالي ته رسېدلی و، چې څېړنې یې صفر او دا پېښه رامنځته شوه.

د سویدن د فضایي شرکت د اړیکو رییس فیلیپ اوهلسون د سې شنبې پر ورځ رویترز ته ویلي: دا توغندی د ۱۰۰۰ مترو پر لوړوالي او له نږدې استوګنځيو ۱۰ کیلومتره لرې پر غرنۍ سیمه ولګېده.

هغه زیاته کړې؛ کله، چې تېروتنه رامنځته شي؛ حل لارې هم رامنځته کیږي او مونږ د سویدن او ناروې حکومتونو او نورو لوبغاړیو ته خبر ورکوو.

ادارې دا هم ویلي، چې د پایلو پر ترلاسه کولو کار روان دی او په دې اړه تخنیکي څېړنې پیل شوې دي.

د ناروې د ملکي هوايي چلند اداره سمدلاسه د تبصرې لپاره شتون نلري ، رویټرز راپور ورکړ.

د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ناروې د خپلې پولې پر لورې له اجازې پرته ټولې هڅې څاري او مخه یې نیسي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د دغې پېښې په اړه ناروې ته خبر ورکړ شوی نه‌و.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ دوی نه پوهیږي، چې آیا شاوخوا ته کوم زیان رسیدلی که نه، په داسې حال کې، چې د SSC ویاند ویلي، چې توغندی پر غرنۍ برخه لګېدلی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!