ساینس او ټیکنالوژي
ناسا د نړیوال فضایي تمځي د رغونې پروګرام وځنډاوه
ناسا په ډاګه کړې، چې په نړیوال فضایي تمځي کې یې د څېړنځي د رغونې پروګرام ځنډولی دی.
ټاکل شوې وه، چې نن ویجاړ شوی څېړنځی رغول شوی وای؛ خو د ځمکې په شاوخوا کې د فضایي ککړتیاوو له کبله یې د رغونې پروګرام تر ناڅرګند وخته وځنډاوه.
په پام کې وه، چې دوه امریکايي ستورمزلي نن سهار پر ۷:۱۰ خپل کار پیل کړي؛ خو د ناسا چارواکو په روانه میاشت کې د روسیې د سپوږمکۍ ضد توغندي د پاتې شونو په اړه خبرداری ورکړ او یاد پروګرام یې وځنډاوه.
ناسا څرګنده کړې: ناسا په فضا کې د ککړتیاوو په اړه خبرداری ترلاسه او ستورمزلو ته د پېښ خطر د سمې ارزونې لپاره یې ډلې وګومارلې، چې پرېکړه وکړي او د نورو معلوماتو تر راټولولو خپل پروګرام وځنډوي.
د یادونې ده، چې تر دې دمه دا هم روښانه نده، چې ککړتیا فضايي تمځي ته څومره نږدې ده.