لوبی

نامیبیا سریلانکا ته په شل آوریز نړیوال جام کې پر ۵۵ منډو ماته ورکړه

Published

on

د یکشنبې پر ورځ د نامیبیا کرکت ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ نرینه ۲۰ آوریز نړیوال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته پر ۵۵ منډو ماتې ورکړه.

په آسترالیا کې د پیل شویو ۲۰ آوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې د نامیبیا لوبډلې د ۷ لوبغاړیو پر سوځېدو د جان فريلینک د ۴۴ چټکو منډو پر مټ  ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

سرلانکا ټاکلې موخې ته ونه رسېه او ټوله لوبډله یې په ۱۰۸ منډو کې وسوځېده.

نن به د لومړي پړاو د لوبو په لړ کې دوه یمه لوبه د عربي متحده اماراتو او هالیند ترمنځ پیل شي.

د ۲۰۲۲ شل آوریز کرکت نړیوال جام په لومړي پړاو کې ۸ لوبډلې ونډ لري، چې په دوه ګروپونو کې به سره ولوبیږي. په الف ګروپ کې سریلانکا، نامیبیا، عربي متحده امارات او هالیند او په ب ګروپ کې ایرلیند، ویست اندیز، سکاتلیند او زمبابوې برخه لري.

‌د لومړي پړاو دغه لوبې، چې نن یکشنبه پیل شوې د همدې میاشتې تر ۲۹ به روانې وي.‌ بیا به له هر ګروپه دوه دوه لوبډلې دوه یم پړاو ته لار مومي او هلته به له سته ۸ لوبډلو سره یو ځای کېږي.

د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام دوه یم پړاو لوبې د تلې پر ۳۰ د افغانستان او انګلیند ترمنځ پیلېږي.‌

افغانستان په لومړي‌ ګروپ کې له کوربه هېواد آسټرالیا، انګلستان او نیوزیلیند سره دی او دوه نورې لوبډلې به له دې پړاوه ورسره یوځای شي.

په دوه یم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي آفریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار وموي.

آریانا نړیواله تلویزیوني شبکه په افغانستان کې د دغو سیالیو د خپرونو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.

Trending

Exit mobile version