تازه خبرونه
ناټو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له خطرونو خبرداری ورکړ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن (پنجشنبه د سلواغې ۱۶) ویلي، چې د دې ټولنې غړي به په افغانستان کې د خپل شتون په اړه ګډه پرېکړه وکړي.
سټولټنبرګ د بلجیم له لومړي وزیر الګساندر ډی کرو سره په ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړې: که مونږ یې د پرېښودو پرېکړه وکړو، مونږ به د سولې بهیر ته د زیان رسولو خطر پر ځان منلی وي؛ مونږ به هغه لاسته راوړنې، چې له نړیوال تروریزم سره مو په مبارزه کې تر لاسه کړي پر لوی لاس له زیان سره مخ او افغانستان د نړیوالو ترهګرو لپاره پر خوندي ځای بدل کړی وي.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو یا ساتلو پرېکړه د دې ټولنې لپاره ستونزمنه شوې ده.
د ناټو سرمنشي ویلي؛ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو او یا وتو پرېکړه به دوی ته ستونزمنه وي؛ ځکه په باور یې که بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د تېرو کلونو لاسته راوړنې به له لاسه ووځي او د سولې بهیر به هم له خطر سره مخ شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي: که د پاتې کېدو لپاره پرېکړه وکړو، په ډاډ سره به مونږ په افغانستان کې سختو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړو او د ناټو ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر ډېروو.
د امریکا د کانګریس د سپارښتنې له مخې د افغانستان د مطالعه نومې ډلې یو راپور کانګریس ته چمتو کړی، چې په راغلي؛ امریکا باید طالبانو ته بریالیتوب دوه لاسي وړاندې نکړي.
په دې راپور کې ټینګار شوی، چې امریکا باید د خپلو ځواکونو د ویستو خبره د سولې په خبرو کې له پرمختګ او د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي له کمي سره غوټه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نټ پرایس ویلي: مونږ دا مهال له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک د ارزونې په حال کې یو، چې پر کومو مسایلو خبرې شوي دي. دا بیا کتنه هغه ارزونه را نغاړي، چې طالبانو له القاعده سره د اړیکو پرېکون تر کومه بریده پلی کړی، تاوتریخوالی باید کم کړي او له افغان دولت سره په (معنا لرونکیو خبرو) کې برخه واخلي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر بلینکن ټویټ کړی، چې په افغانستان کې یې د سولې د خبرو پر پرمختګ له خلیلزاد سره زړه راکښونکې ناسته تر سره کړې او د تروریزم له ګواښه د امریکا د ساتنې دوام، عادلانه او دوام لرونکی سیاسی جوړجاړی او تلپاتې هر اړخیز اوربند ټینګول یې د خبرو غټ غټ تکي دي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له مخې، واشنګټن باید په درې میاشتو کې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي؛ خو یو تازه راپور څرګنده کړې، چې که امریکایي ځواکونه په اوس وخت کې له افغانستان ووځي، کورنۍ جګړې به پیل، سیمه بې ثباته او القاعده به بیا فعاله شي.