سیمه ییز خبرونه
ناڅرګندو وسلهوالو د پاکستان په شمال لویدیځ کې ۶ سلمانیان ووژل
(Last Updated On: مرغومی ۱۳, ۱۴۰۲)
د پاکستان پولیسو څرګنده کړې، چې ناڅرګندو وسلهوالو د سې شنبې پر ورځ ( د مرغومي ۱۲) په خیبرپښتونخوا کې شپږ سلمانیان پر ډزو وژلي دي.
سیمهییز پولیس جمال خان اسوشیټیډ پریس ته څرګنده کړې، چې سمدستي چا د خیبر پښتونخوا ایالت په میرعلي ښار کې د دې وژنو مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی.
دې پېښې د سیمې اوسيدونکيو ته ټکان ورکړی او څرګندوي، چې وژل شويو کسانو په بېلابېلو سلمانيو کې کار کاوه.