Connect with us

تازه خبرونه

ناکام افغانستان د امریکا په ګټه ندی – زلمی خلیلزاد

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی امریکايي دیپلومات زلمی خلیلزاد وايي، چې امریکا له طالب مشرانو سره د دوحې د تړون پر هغو برخو خبرې کوي، چې عملي شوې ندي او په کار ده، چې عملي شي.

د دغه امریکايي دیپلومات د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې د دوحې تړون د افغانستان د چارسمبالي حکومت لخوا بشپړ پلی شوی نه وي، امریکا به له افغانستان سره سیاسي تعامل او حضور پیل نکړي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر او د دوحې د سولې په خبرو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د دوحې هوکړه د افغانستان د نویو واکمنانو لخوا پوره پلې شي، امریکا به په دغه هېواد کې خپل سیاسي حضور بېرته پیل کړي.

نوموړی وایي: دا زمونږ په ګټه نده، چې افغانستان یو منزوي او ناکام هېواد وي. مونږ له طالبانو سره د خبرو په حال کې یوو؛ ځکه، چې تر اوسه طالبانو د دوحې د هوکړې شرایط پلې کړي ندي؛ نو مونږ به تر هغه وخته په افغانستان کې خپل سیاسي حضور پیل نکړو، چې طالبانو د هوکړې ټول موارد پلي کړي نه وي.

د افغانستان د سولې په چارو کې دغه پخواني امریکايي دیپلومات دا هم ويلي، چې له اسلامي امارت سره د دیپلوماتیکو اړیکو په برخه کې ننګونې اوس هم پر ځای پاتې دي او د حل لار یې موندل شوې نده.

د خلیلزاد د څرګندونو له مخې، د اسلامي امارت لخوا د نړیوالو د وړاندیزونو منل کولی شي د نړۍ دریځ بدل کړي؛ خو نوموړی ټینګار کوي، چې اوس هم خوشبیني نشته، بلکې د ټولو مسایلو په اړه د امارت د مشرانو ترمنځ پراخ بحثونه روان دي.

نوموړي ویلي: کله، چې مونږ په افغانستان کې خپل سفارت بند کړ؛ فکر مو وکړ، چې له طالبانو( اسلامي امارت) سره څه وکړو، چې دا اوس هم یوه پوښتنه ده.
په کار ده، فشار پرې راوړو، چې سمه لار غوره کړي. بشري حقونو او د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي او ټولګډونه حکومت رامنځته کړي. زه فکر کوم، چې دا ننګونې اوس هم پاتې دي او مونږ د حل لار ورته موندلې نده.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ اسلامي امارت له امریکا سره د دوحې په تړون کې ټولو مواردو ته ځان ژمن ګڼي او ټینګار کوي، چې د دغه تړون ټولې مادې د دوی له لوري پلې شوې دي او د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره یې د بشري حقونو خوندیتوب، ټولیز امنیت او د افغانستان پر ټوله خاوره د کنټرول له لارې ټول شرطونه پوره کړي دي.

خلیلزاد وايي: په داسې حال کې، چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور درلود، پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید وړاندوینه هم کېده؛ نو امریکا د سیمې د حالاتو په اړه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هڅه وکړه، چې په افغانستان کې پوځي حضور و نلري او په ناټو کې د دغه هېواد له نورو شریکانو او له دغه تړون څخه بهر د روسیې پر وړاندې د غیر مستقیمې مقابلې لپاره چمتووالی نیسي.

په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزارت تائید کړې، چې له افغانستان څخه ایستل شوې جنګي الوتکې او پرمختللې پوځي وسلې د اوکراین د پوځ په واک کې ورکړ شوي دي او هغه میلیاردونه دالر، چې امریکا هر کال په افغانستان کې پر پوځي ماموریت لګول؛ اوس د اوکراین حکومت ته ورکول کېږي.

تازه خبرونه

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي

 د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لامل امنیتي اندېښنې دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د بې اسنادو کډوالو او افغان تابعیت لرونکو د جبري ایستلو بهیر اوس هم چټک روان دی او له دوه میلیون ډېر افغان کډوال یې اندېښمن کړي دي.

 د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لامل امنیتي اندېښنې دي.

د پاکستان رسنیو څرګنده کړې، چې یوازې د شنبې پر ورځ له ۵۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال له سرحدي لارو جبري ایستل شوي دي.

د راډیو پاکستان د څرګندونو له مخې؛ د هغو خلکو ټولټال شمېر، چې د دې پالیسۍ له مخې له پاکستان څخه وتلي  ۹۷۱ زره ۹۶۹ ته رسیدلی دی.

دغه راز د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، چې له پاکستان څخه د ایستلو وروستۍ نېټه به د اپریل له ۳۰ ونه غځول شي.

هغه زیاته کړې، چې امنیتي اندېښنې او په پاکستان کې د مخدره توکو د قاچاق زیاتوالی د اخراج د لویې څپې له لاملونو څخه دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري وایي: ” په دې برخه کې درې مسلې مهمې وې؛ له ترهګرۍ سره اړیکه، په لویو جرمي ډلو کې د یو شمېر افغان کډوالو ګډون او د مخدره توکو په قاچاق کې د ګڼ شمېر افغان وګړو د ښکېلتیا شتون.”

له پاکستان څخه د راستنېدونکي کډوال عزیزالله د څرګندونو له مخې؛ پاکستاني پولیسو هغه کسان نیولي او شړلي،  چې په پاکستان کې یې په ناکراریو کې هیڅ ونډه نه درلوده او ځینو یې حتا د سبزیو په بازار کې کار کاوه.

ځینو رسنیو دا راپور هم ورکړی، چې د پاکستان حکومت غریب کډوال نیولي او شړلي دي، نه شتمن کسان.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ ۶۲۳ افغان کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. دغو کورنیو هېواد ته د بېرته راستنېدو سره سم هم مرستې ترلاسه کړي؛ خو راستنیدونکي ځمکه، د کار فرصتونه او د ژوند کولو لپاره سرپناه غواړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او قزاقستان په اړیکو کې د نویو فرصتونو علمي او څېړنیزه ناسته ترسره شوه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ولي الله شاهین ویلي، چې قزاقستان د سیمې یو اغېزمن هېواد دی، چې تل یې په سیمه‌ییزو مسایلو کې سوله‌ییز رول لوبولی او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست هم د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د پام وړ فرصتونو او پرمختګونو د رامنځته کولو فرصت برابر کړی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز د افغانستان او قزاقستان د اړیکو د راڅرګندیدونکو فرصتونو تر سرلیک لاندې علمي ناسته ترسره کړه، چې په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر وروستیو پرمختګونو او شته فرصتونو بحث وشو.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ولي الله شاهین ویلي، چې قزاقستان د سیمې یو اغېزمن هېواد دی، چې تل یې په سیمه‌ییزو مسایلو کې سوله‌ییز رول لوبولی او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست هم د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د پام وړ فرصتونو او پرمختګونو د رامنځته کولو فرصت برابر کړی دی.

د قزاقستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د ولسمشرۍ انسټیټیوټ رییس دوکټور یرکین توکوموف هم د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اوسنۍ اړیکې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې یو نوی فصل وباله او زیاتوي، چې په نږدې راتلونکي کې به له قزاقستان څخه ډېر لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړي او په بېلابېلو سکټورونو کې به د پرمختګونو لیدونکي وي.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر، د قزاقستان جمهوریت د ولسمشر د سټراټیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر، شارژدافیر، په کابل کې د قزاقستان د سفارت یو شمیر ډیپلوماټانو او د بهرنیو چارو وزارت یو شمیر کارمندانو ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې ګډونوالو د سیمه‌ییز اتصال او ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم پراخ بحثونه او اندونه وړاندې کړل.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین سبا پیل کیږي

دې بنسټ د یکشنبې پر ورځ( د وري یودېرشمه) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې دا کمپاین به سبا دوشنبه پیل شي.

Published

on

(Last Updated On: )

له ګوزڼ یا پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ په هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین له پیل خبر ورکړ.

دې بنسټ د یکشنبې پر ورځ( د وري یودېرشمه) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې دا کمپاین به سبا دوشنبه پیل شي.

دې بنسټ له کورنیو غوښتي، چې خپل پېنځه کلن او له کلونو ټیټ عمره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي.

له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان بنسټ دا ندي ویلي، چې کمپاین به څو ورځې او په کومو ولایتونو کې ترسره شي.

افغانستان او پاکستان یوازني هېوادونه دي، چې ګوزڼ یا پولیو په کې تر اوسه له منځه نده وړل شوې.

د یادونې ده، چې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه په ۲۰۲۵ کال کې له بادغیس ولایت څخه ثبت شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!