نړۍ

نتانیاهو له ټرمپ سره د اړیکو ټینګولو لپاره واشنګټن ته ولاړ

له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوه‌یم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې پر ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره چمتووالی نیولی، چې د غزې د جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ له پخوانۍ ادارې سره له تاوتریخوالي وروسته نوې اړیکې پیاوړې کړي.

له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوه‌یم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.

هغه له روانېدو مخکې په هوایي ډګر کې ویلي: ” په جګړه کې زمونږ پرېکړې؛ د منځني ختیځ څېره بدله کړی ده. زمونږ پرېکړو او زمونږ د سرتېرو زړورتیا د سیمې نقشه بیا جوړه کړې؛ خو زه باور لرم، چې له ولسمشر ټرمپ سره به پر نږدې کار کولو مونږ وکولی شو بیا یې ښه جوړه کړو. “

په راپور کې راغلي: په غزه کې د جنګي جرمونو پر تور د نړیوالې جنایي محکمې لخوا نه یوازې د نتانیاهو د نیولو امر وشو، بلکې له جو بایډن سره یې اړیکې ترینګلې کړي او د ۲۰۲۲ کال په پای کې واک ته له راستنېدو راپدېخوا یې سپینې ماڼۍ ته هم سفر ندی کړی.

Trending

Exit mobile version