نخبگان @ps
نخبګان د زمری 16 مه د 1394 کال


تازه خبرونه
د ځانګړیو امریکایي ځواکونو سرتېری له سختو ټپونو ومړ

پنتاګون وايي، د امریکا د ځانګړیو ځواکونو یو سرتېری ګرین بریت له هغو سختو ټپونو له کبله ومړ، چې څو ورځي وړاندي د افغانستان د لویدیځ ولایت هلمند په یوه چاودنه کې ټپي شوی و.
د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ ۳۶ کلن ګرین بریت د تېرې سې شنبې پر ورځ(د زمري ۱۶) د ګزمې پر مهال په هلمند کې د سړک غاړي ماین چاودنې سخت ټپي کړی و، چې له خپلو ټپونو ومړ.
دا په روان کال کې څلورم امریکایي سرتېری دی، چې په افغانستان کې وژل کېږي.
امریکا دمګړۍ پ ښکاره په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري، چې له افغان ځواکونو سره همکاري لري.
تازه خبرونه
د هلمند په مارجه کې نوې امنيتي پوستې د جوړیدو په حال کې دي- جنرال کینتوز

امنيتي مسوولين وايي، چې د خنجرعملياتو لومړۍ مرحله پای ته رسيدلې او د دې عملياتو په دوه یم او درېيم پړاو کې به د مارجې د نورو سيمو تر څنګ د نادعلي او باباجي سيمې تر دولتي حاکميت لاندې راوستل کيږي، دوی همدا راز په يادوشويو سيمو کې ځمکني ماينونه د امنيتي ځواکونود پرمختګ په وړاندې لوی خنډ بولي.
د مارجې ولسوالۍ لويه لار، چې د بنديدو له کبله يې دا ولسوالۍ شاوخوا اته مياشتې ترمحاصرې لاندې وه، څو ورځې وړاندې د يادوشويوعملياتو په ترڅ کې خلاصه شوه.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال آقا نور کينتوز وايي، چې اوس په هغې ولسوالۍ کې امنيتي ساحه پراخه شوې هلته ميشت امنيتي سرتېري له محاصرې خلاص شوي اودوی دا مهال د امنيتي پوستو د ځای پرځای کولو ترڅنګ د مارجې په نوروسيموکې پرمختګ ته لاره هواروي، چې په دې لړ کې يې ټولې نيول شوې ساحې له نږدې کتلې دي.
د نوموړي په خبره؛ د خنجر۰۱۳ عملياتو لومړی پړاو لومړۍ مرحله د همدې لارې خلاصول او په دوه نورو پړاوونو کې به د مارجې، نادعلي او باباجي سیمې هم تر دولتي حاکميت لاندې راولي، هغه د امنيتي ځواکونو په وړاندې د وسله والو مخالفينو لخوا خښ شوي ماينونه، لويه ستونزه بولي.
د هلمند امنيه قوماندان، وايي، چې په تېره اوونۍ کې وسلوالو طالبانو ته په ګرشک او نادعلي کې غټ ګذارونه ورکړشوي، چې ۱۵۰ کسانو ته يې مرګ و ژوبله اوښتې اواوس يې د جګړې مورال هم له لاسه ورکړی دی.
خبریال: نعمت الله زهير
نخبگان @ps
نخبګان د تله 17 د ۱۳۹۴ کال

-
نړۍ4 days ago
د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي
-
تازه خبرونه5 days ago
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي
-
تازه خبرونه2 days ago
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي
-
نړۍ5 days ago
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې له ډېرو هېوادونو مخکې شو
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت دې ښځو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي – د اسلامي همکاریو ټولنه
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان او روسیه به د اسلامي امارت د کړنو ارزونه وکړي
-
نړۍ3 days ago
د پېښور په جومات کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۸۷ کسانو ته ورسېد