سیمه ییز خبرونه
ننگرهار د اداري فساد مرکز دی- وال سټریټ
امريكايي وال سټریټ ژورنال ليكلي، چې:
د يو لړ اسنادو له مخې گل اغاشېرزی د ننگرهار له سوداگرو باج اخلي، ځمکې غصبوي او له قاچاقبرانو سره لاس لري او لکونه ډالر ترلاسه کوي.
د ننگرهار والي ویاند د یادې رسنۍ دا ټولې څرگندونې ردوي او دا د شېرزي په وړاندې یوه سیاسي دسيسه بولي.
وياند زياتوي:
دا، چې شېرزى په راروانو ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان كانديدوي؛ نو یو شمېر بهرنۍ کړۍ د هغه د شخصت وژنې هڅې کوي.
نږدې درې ورځې وړاندې د وال سټریټ ژورنال نومې امریکايي رسنۍ یورپوټ خپورکړ، چې په کې د گل اغا شېرزي ترمشرۍ لاندې ننگرهار ولایت د اداري فساد مرکز بلل شوی.
د شېرزي د ارزونې دا رپوټ، چې د استخباراتي معلوماتو او نورو سرچینو پر بنسټ برابرشوی په کې ویل شوي، چې:
شېرزي پخپل نوم صندوق جوړکړی او د تورخم پر لار له ډریورانو پيسې اخلي، چې هره میاشت له یونیم ميليون څخه ترڅلور ميلیون ډالرو پورې پیسې ترلاسه کوي.
دغه رسنۍ وايي:
د شېرزي په اداره کې یو شمېر چارواکو هغه وسله وال، چې پر امریکايي او افغان ځواکونو د بريد په وخت نیول شوي، محاکمه کړي نه دي.
د ننگرهار والي ویاند احمدضیا عبدالزي په یوه خبري ناسته کې د وال سټریټ ژورنال ټولې څرگندونې رد کړې او دا یې د گل اغا شېرزي په وړاندې یوه سیاسي دسيسه وبلله.
دا په داسې حال کې ده، چې په ننگرهار کې د امریکا د پوځ د ملکي چارو یوه مسوول مارتین ویلمارت وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چې گل اغا شېرزی په ننگرهار کې د غوره ادارې لپاره ترټولو ستره ضربه ده.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په ولسي جرگه کې د دغه ولایت، یو شمېر استازيو هم شېرزی په اداري فساد او ځینو نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل بللی و او د هغه د گوښه کیدوغوښتنه یې کړې وه.