تازه خبرونه
نن د کابل – جلال اباد پر لویه لار د لسو ترافيکي پېښو له کبله ۱۷ کسان مړه شوي
د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د يکشنبې پر ورځ ازادي راډيو ته ویلي، چې د کابل- جلالآباد پر لويه لار په يوه ورځ کې د لسو بېلابېلو ترافيکي پېښو له کبله ١٧ کسان مړه شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
خالد ځدراڼ زیاته کړې؛ دغه ترافيکي پېښې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې رامنځته شوې دي.
هغه وایي، چې په ټپيانو کې دوه ماشومان او څلور ښځې هم شته.
ځدراڼ وايي، ټول ټپيان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ترافيکي پېښې د موټر چلوونکیو د بې احتياطۍ او مقرراتو ته د نه پاملرنې له کبله رامنځته شوې دي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.
تازه خبرونه
د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.
دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.
دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼشمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.
د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.
ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سولهییزې حل کړي.
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.
قطر د کابل او اسلامآباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
تازه خبرونه4 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان پر افغانستان د امریکا د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارول رد کړل
-
تازه خبرونه5 days agoسعودي عربستان او بحرین د افغانستان د شمال له زلزله ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
څار4 days agoڅار: په هرات کې د ملګرو ملتونو د کار ځنډولو علت
-
تحول5 days agoتحول: په افغانستان کې د زلزلې د مخنیوي د حل لارو ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی- ملګري ملتونه
