تازه خبرونه
د رسنیو ملاتړیو بنسټونو اطلاعاتو ته د لاسرسي د ښه کولو غوښتنه وکړه
نن چارشنبه د تلې پېنځمه / د سپتمبر ۲۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځې په مناسبت د رسنیو یو شمېر مدافعانو له حکومته وغوښتل، چې په هېواد کې د دغه حق د خوندیتوب هڅې نورې هم چټکې کړي.
د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه له حکومت څخه غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه زیاته کړي څو خبریالان وکولی شي؛ بشپړ مسایل تر پوښښ لاندې راولي.
د خبريالانو د فدراسيون غړی علي اکبر اصغري وایي: له دې پروګرام څخه يې موخه دا ده، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسيون د تېر ته ورته بېرته فعال شي او هره اداره خبريالانو پر معلوماتو ورکولو اړه شي.
يو شمېر خبريالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ځينو ستونزو یادونه کوي او وايي؛ د راپورونو جوړول هغه وخت ورته ستونزمن شي چې امنیتي ځواکونه یې د کار مخه ونیسي.
خبریال سید عمر سحر وایي: کله، چې مونږ د ښار په کچه د راپور چمتو کولو لپاره ځو؛ د امارت د ځواکونو لخوا له ستونزو سره مخ کېږو، یا د کورنیو چارو له وزارت او یا له قومندانۍ څخه د مکتوب غوښتنه کوي.
يوه بل خبريال عبدالله عزيزي ويلي: وياندويان له خبريالانو سره سمه همکاري نکوي او اوس هم کورنيو خبريالانو ته د لومړي لاس معلومات نه ورکوي.
اسلامي امارت د بیان آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي ملاتړ ته ځان ژمن ګڼي او ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي یوه بېلګه ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: له نیکه مرغه د اسلامي امارت له راتګ وروسته زمونږ په هېواد کې د خبریالانو د وژل کیدو هیڅ پیښه نده رامنځته شوې او اسلامي امارت د خبریالانو ټولو حقونو، آزادیو او رسنیزو هڅو ته ژمن دی.
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د څرګندونو له مخې: په تېر یو کال کې له رسنیو سره د تاوتریخوالي دوه سوه قضیې ثبت شوي او دوه خبریالان په بند کې دي؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي، چې هیڅ خبریال د دندې په تړاو په بند کې ندی اچول شوی.