لوبی

نوین، نجیب او قیس کرکټ ملي لوبډله د اماراتو پر وړاندې بریا ته ورسوله

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله.

د سې شنبې پر ورځ په شارجه کې د اړوند لوبلړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د اماراتو لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو یې ۱۲۶ منډې جوړې کړې. لوبډلمشر محمد وسیم تر ټولو زیاتې (۲۷) منډې جوړې کړې.

نوین الحق څلور او قیس احمد درې ویکټې واخیستې. عظمت الله عمرزي دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له لوري ورکړ شوي هدف ته د رسېدو لپاره رحمان الله ګربز پر ۱۴ توپونو ۲۰ منډې، حضرت الله ځاځي ۳۶ او ابراهیم ځدراڼ ۲۳ منډې وکړې.

افغانستان د ۸۵ او ۱۰۳ منډو تر منځ د څلور لوبغاړو پر له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شو؛ خو په ۱۸ توپونو ۲۴ منډو ته اړتیا وه، چې په ۱۸ اورونو کې نجیب الله ځدراڼ دوه څلوریزې ووهلې. په داسې حال کې، چې په وروستیو دوه اورونو کې ۱۳ منډو ته اړتیا وه، هغه لوبه پر شپږ منډو پای ته ورسوله. نجیب الله ټولټال ۲۸ منډې جوړې کړې.

Trending

Exit mobile version