لوبی
نوین الحق به د هند په غوره لیګ کې ولوبیږي

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړی نوین الحق د هند په غوره لیګ کې د لکنو سوپر جاینتس لخوا پر پېنځه میلیون هندي کلدارو واخیستل شو.
د افغانستان دغه چټک توپ اچوونکی د جمعې پر ورځ ( د مرغومي ۲ ) د هند غوره لیګ د راتلونکي پړاو لپاره د کرکت د لوبغاړیو د غوراوي په مراسمو کې، چې د دغه هېواد په کوچي ښار کې ترسره شول؛ اخیستل شو.
په دې مراسمو کې د هندوستان د غوره ليګ د شپاړسمې دورې لپاره څه باندې څلور سوه لوبغاړي مزایدې ته وړاندې شول، چې اتيا لوبغاړي ترې پر څه دپاسه يو نيم میليارد هندي کلدارو واخيستل شول.
له انګلستان څخه سام کوران د تر ټولو ګران بیه لوبغاړي په توګه؛ ۱۸۵ میلیون هندي کلدارې خپلې کړې او له پنجاب کینګز لوبډلې سره یوځای شو.
دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او مجیب الرحمن، چې له دې مخکې د هند په غوره لیګ کې لوبېدلي دي؛ د کومې لوبډلې لخوا اخیستل شوي ندي.
راشد خان د دفاعي اتل ګجرات تایتانز لوبډلې ساتلی دی.
لوبی
د افغانستان الف کرکت ملي لوبډله د عمان پر وړاندې د لوبې لپاره مسقط ته ځي

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړې، چې د هېواد افغان ابدالیان یا الف لوبډله به د عمان پر وړاندې د روان اکتوبر په میاشت کې د دوه یو ورځنیو او پېنځه شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې مسقط ته سفر وکړي.
دا تورنمنت او سیالۍ به د تلې له ۱۷ څخه د لړم تر لومړۍ / د اکتوبر له ۹ څخه تر ۲۳ پورې ترسره شي.
د افغانستان کرکت بورد د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د کرکت بوردونو د مشرتابه د پرېکړې له مخې به یادې لوبې د عمان هېواد پر کوربهتوب د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، د کرکت د ودې او په راتلونکې کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره ترسره شي.
د مهالوېش له مخې به دوه یو ورځنۍ سیالۍ د تلې له ۲۰ څخه تر ۲۳ / د اکتوبر پر ۱۲ او ۱۵ او پېنځه شل اوریزې سیالۍ به د اکتوبر پر ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱ او ۲۳ ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ بورد اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي؛ دا د افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی، چې د کرکت په پراختیا او له نورو هېوادونو سره د نږدې اړیکو او د کرکت د ودې په برخه کې یې رغنده رول لوبولی دی. مونږ د کرکت د نورې پراختیا او پرمختیا ته ژمن یوو او هیله لرو، چې زمونږ لوبغاړي د عمان له لوبډلې سره غوره خاطرې شریکې او غوره کرکټ وکړي.
هغه همدا راز زیاته کړې: عمان د افغانستان لپاره یو له دوستو هېوادونو څخه دی او په یاد هېواد کې کرکت د افغانستان د کرکت په څېر په چټکۍ سره وده کوي. زه هیله من یم، چې دا سیالۍ به له عمان سره زمونږ د ښو اړیکو پر لوري یو بل مثبت ګام وي.
دا لومړی ځل دی، چې عمان د افغانستان د الف لوبډلې کوربهتوب کوي.
لوبی
د افغانستان او سویلي افریقا تمریناتي لوبه د سخت باران له کبله ونهشوه

د کرکت نړیوال جام په تمریناتي پړاو کې د جمعې پر ورځ د افغانستان او جنوبي افریقا لوبه د باران له کبه ترسره نهشوه.
د اسوشیتید پریس د څرګندونو له مخې، دواړه لوبډلې مخکې له دې، چې لوبڅاري مازیګر مهال ۳:۴۵ د پرله پسې باران او لوند لوبغالي له کبله د لوبې نهکول اعلان کړي؛ د دواړو لوبډلو لوبغاړي په هوټل کې ول.
سویلي افریقا د دوشنبې پر ورځ له نیوزیلند سره بله روزنیزه لوبه کوي او افغانستان به د سې شنبې پر ورځ له سریلانکا سره لوبه کوي.
کرکت نړیوال جام به د پنجشنبې پر ورځ د هند په احمد آباد ښار کې د نیوزیلند او انګلستان تر منځ په لومړۍ لوبه پیل شي.
په یوه بله روزنیزه لوبه کې، چې په ګوواهاتي کې ترسره شوه؛ سریلانکا خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۴۹.۱ اورونو کې یې ټولټال ۲۶۳ منډې جوړې کړې. پاتوم نیسانکا ۶۸ او دانانجایا د سلوا ۵۵ منډې وکړې. د بنګله دېش له لوري مهدي حسن درې لوبغاړي وسوځول.
په حیدراباد کې پاکستان نیوزیلند ته د پېنځه لوبغاړو پر سوځیدو ۳۴۵ منډې هدف وټاکه. محمد رضوان ۱۰۳ او بابر اعظم ۸۰ منډې جوړې کړې.
لوبی
نوین الحق د کرکت له پنځوس اوریزو لوبو ګوښه شو

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې چټک توپوهونکی نوین الحق وايي، چې د ۲۰۲۳ ز.کال له نړیوال جام وروسته به پنځوس اوریزې لوبې نورې ونهکړي.
د افغانستان د ملي لوبډلې دا ۲۴ کلن لوبغاړی دوه کاله له لوبډلې لرې پاتې کېدو وروسته نړیوال جام ته راستون شوی و.
دغه لوبغاړي د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لپاره اووه یو ورځنۍ لوبې کړې دي؛ خو په ۲۰۱۶ ز. کال کې د نړیوال جام له پیل راپدیخوا د ۲۰ اوریزو لوبو یوه اړینه برخه ګرزېدلې ده.
نوین الحق وايي: دا زما لپاره ویاړ و، چې د خپل هېواد استازولي وکړم. اوس غواړم د نړیوال جام په پای کې له یو ورځنیو لوبو څخه ګوښه شم؛ خو زه به په شل اوریزو لوبو کې له نیلي کمیس سره مل وم.
هغه زیاته کړې: دا کومه اسانه پرېکړه نه وه، خو د لوبېدنې د اوږدولو لپاره باید دا سخته پرېکړه وکړم.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند نړیوال جام ته د نوین الحق له غوراوي سره افغان لوبډله پیاوړې معرفي شوې ده.
-
روغتيا24 hours ago
تېر کال په افغانستان کې دوه زره کسان د زړه د ناروغۍ له کبله مړه شوي
-
لوبی4 days ago
نوین الحق د کرکت له پنځوس اوریزو لوبو ګوښه شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په نیمروز ګمرک کې د دوه ټنو ایراني پلاستیکي بوجیو د قاچاق مخه ونیول شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالی ایران ته ولاړ
-
تازه خبرونه4 days ago
سراج الدین حقاني له یو شمېر افغان سياسي کارپوهانو او فعالانو سره وکتل
-
څار4 days ago
څار: د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت ارزونه
-
تحول4 days ago
تحول: له روزا اتونبایوا سره د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي لیدنه
-
نړۍ4 days ago
د ازبکستان په پلازمېنه کې چاودنې ۱۶۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې