تازه خبرونه

نړیواله ټولنه باید د افغانستان پر ښاري بېخبناوو پانګونه وکړي – ملګري ملتونه

نن (یکشنبه د تلې دیارلسمه) یوان‌هبیتات په ایکس پاڼه کې لیکلي: دا پانګونه کولی شي د افغانستان ښارونه د نفوسو د بدلېدونکي بهیر پر وړاندې له مقاومت برخمن کړي؛ د ښاري خدمتوو وړتیاوې لوړې او د پرله‌پسې پرمختګ لپاره لار اواره کړي.

Published

on

د کور جوړولو نړیوالې ورځې په درشل کې د ملګرو ملتونو د کورجوړولو پروګرام (یوان‌هبیتات) ښارونو ته د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې له پام وړ زیاتوالی راپور ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان پر ښاري بېخبناوو او بنسټیزو خدماتو پانګونه وکړي.

نن (یکشنبه د تلې دیارلسمه) یوان‌هبیتات په ایکس پاڼه کې لیکلي: دا پانګونه کولی شي د افغانستان ښارونه د نفوسو د بدلېدونکي بهیر پر وړاندې له مقاومت برخمن کړي؛ د ښاري خدمتوو وړتیاوې لوړې او د پرله‌پسې پرمختګ لپاره لار اواره کړي.

د دې بنسټ د احصائیو له مخې؛ ډېری راستنېدونکي په ښاري سیمو کې ژوند کوي، چې د هېواد پر چټکې ښاري ودې او محدودو ښاري خدماتو یې فشار رامنځته کړی دی.

کارپوهانو ويلي، چې د افغانستان ښاري نفوس په تېرو دوه لسیزو کې د پام وړ وده کړې؛ کابل، چې یو وخت له یو میلیون څخه د لږ خلکو ښار و اوس د اټکل له مخې پېنځه میلیون اوسیدونکي لري.

په هرحال د پرله‌پسې نړیوال مالي ملاتړ نشتوالی او د هېواد روانې اقتصادي ننګونې د بېخبناوو د عصري کولو هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایطو ښه کول به نه یوازې لرې پرتو سیمو ته ګټه ورسوي، بلکه په پراخه سیمه‌ییز ثبات او پراختیا کې به هم مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version