تازه خبرونه
نړیواله ټولنه دې تلپاتې سوله او د جګړې پای ډاډمن کړي – اشرف غني
ولسمشر غني نن ( دوشنبه د وري ۱۶) د بېلابېلو ولایتونو له مشرانو سره په کتنه کې په ډاګه کړې، چې روانه جګړه او وینې تویدنې د منلو وړ ندي.
ولسمشر اشرف غني ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د تلپاتې سولې او په افغانستان کې د جګړې د پای ضمانت وکړي.
ولسمشر زیاته کړې؛ اساسي قانون د ملي وثیقې په توګه زمونږ د هڅو بنسټ دی.
هغه دا هم ویلي: مونږ په هېواد کې عادلانه او تلپاتې سوله غواړو. زمونږ موخه یو خپلواک، ډیموکراټیک او متحد افغانستان دی او باید له زیانمنېدو وژغورل شي.
اشرف غني زیاته کړې، چې د تېرو څلور لسیزو پر پرتله اوس په هېواد کې د سولې فرصت رامنځته شوی او نړیواله ټولنه پدې اړه له افغانستان سره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر اشرف غني به د استانبول په ناسته کې، چې ټاکل شوې د وري پر ۲۷ / د اپریل پر ۱۶ جوړه شی؛ برخوالو ته د سولې خپله درې پړاویزه طرحه او تګلاره وړاندې کړي، چې په کې له طالبانو سره هوکړه، د اوربند اعلام او له وخت مخکې ټاکنې رانغښتل شوې دي.
