سوداگري

نړیواله ټولنه دې د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې دننه کړي – ګوترش

Published

on

د م.م  عمومي منشي په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د یوې ګډې خبري غونډې پر مهال د اوکراین د کړکېچ ترڅنګ په افغانستان کې پر بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش بشري مرستې کافي نه ګڼي او پر نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې ولیږي.

د ګوترش په وینا، ملګرو ملتونو تر اوسه افغانستان ته ۵۰۰ میلیون ډالر نغدې پیسې انتقال کړي دي.

نوموړی وایي: مونږ له پیل څخه پرېکړه کړې، چې له طالبانو سره په فعاله توګه ښکېل پاتې شو. مونږ پوهیږو، چې که نغدې پیسې د افغانستان اقتصاد ته دننه نشي بشردوستانه مرستې کافي ندي. مونږ دا کار وکړ؛ د الوتکې له لارې مو افغانستان ته شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر نغدې ولیږل. مونږ پر نړیوال بانک هم فشار راوړی، چې افغانستان ته پیسې ولیږي. مونږ د افغانستان له مرکزي بانک او د امریکا له خزانې سره هم کار کوو او غواړو هغه خنډونه لرې کړو، چې اوس هم شته او د افغانستان کنګل شوې پیسې وباسو.

دغه راز انتونیو ګوترش ويلي، دوی له طالبانو سره د یوه ټولګډونه ملي حکومت د جوړولو لپاره جدي خبرې کوي.

هغه وایي: مونږ له چارسمبالي حکومت سره د یو ټولګډونه ملي حکومت د جوړولو په اړه خبرې وکړې، چې په افغانستان کې د تاجک، هزاره ګانو او د ښځو په ګډون ټول توکمونه او اقلیتونه په کې ګډون ولري.

ګوترس له نوي حکومته غواړي، چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي او افغان ښځو او نجونو ته د کار او زدکړو اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له اسلامي امارته غوښتي؛ اجازه ور نکړي، چې افغانستان د تروریستي فعالیتونو پر مرکز بدل شي او په کور دننه له ترهګرۍ سره مبارزه وشي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ د افغانستان نوی حکومت پراه او ټولګډونه دی او د هېواد ټول توکمونه په کې ځان ویني.

له بلې خوا د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په نوي ډیلي کې د سینا ډیالوګ په غونډه کې په خپله وینا کې؛ په نړیواله ټولنه نیوکه کوي چې د افغانستان وضعیت ته یې پام نه دی کړی.

هغه ویلي: لویدیځ باید په یاد ولري، چې یو کال مخکې په افغانستان کې څه وشول او هغه اغېزمن او د توجیه وړ کار، چې نړیوالې ټولنې په دې موده کې د افغانستان لپاره کړی کوم دی. مهرباني وکړئ ماته وښیئ، چې دا څه دي. له بده مرغه افغان ولس هیر شوی دی.

له دې مخکې نړیوالو ټولنو او بنسټونو په اوکراین کې د جګړې له کبله د افغانستان پر هیرولو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې که نړیوال د افغانستان کړکېچ ته پام ونکړي ژور بشري ناورین به رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version