تازه خبرونه
نړیواله ټولنه دې پر اسلامي امارت له فشار راوړلو ډډه وکړي – متقي
ملګرو ملتونو ته د افغانستان د اسلامي امارت د لیک له لیږلو وروسته د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له نړۍ غوښتي، چې پر افغانستان له فشارونو لاس واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ويلي، چې که هر هېواد له افغانستان سره د دوستۍ پر ځای دښمني وپالي؛ افغانان به یې پر وړاندې ودریږي.
امیرخان متقي په کابل کې یوې غونډې ته په ډاګه کړې، چې هېواد یې د نړۍ هېوادونو ته د دوستۍ لاس غزولی دی.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش ته په لیږل شوي لیک کې راغلي، چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر او غلام محمد اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی ندی.
په لیک کې غوښتنه شوې، چې سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د اسلامي امارت د استازي په توګه وپېژندل شي او امیر خان متقي دغې ناستې ته وینا وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې چین او پاکستان پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو د لرې کیدو غوښتنه کړې ده.
د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د ۷۶ کلنۍ ناستې په څنډه کې ویلي، چې نړۍ باید پر افغانستان له لګول شویو اقتصادي بندیزونو لاس واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي؛ پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه یا بېلابېل محدودیتونه باید ژر تر ژره لرې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي له اسوشیټیډ پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې نړۍ ته د افغانستان له نوي حکومت سره له تعامل او د هغه له رسمیت پېژندنې پرته بله لار نده پاتې.
د نوموړي پر وینا؛ د افغانستان نوی حکومت یو واقعیت دی او نړۍ له تعامل پرته بله لار نلري.
د بهرنیو چارو وزیر شاه مجمود قریشي زیاته کړې: نړۍ باید واقعیتونه په پام کې ونیسي او له دوی سره د تعامل نوښت و آزمویي. که طالبان هغه څه وکړي، چې تمې ترې کیږي؛ نو دا به کار آسانه کړي او د رسمیت پېژندلو لپاره دا کار اړین دی.
له بلې خوا یو شمېر هېوادونو او په ځانګړي توګه آلمان ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د اسلامي امارت د استازي خبري کوم ځای نه نیسي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ افغان چارواکي باید په عمل کې ثابت کړي، چې نړیوالو قوانینو ته درناوی لري.
د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري وایي: له بده مرغه د اګست له پېنځلسمې وروسته ژوند د ټولو لپاره سخت شوی دی. د خلکو مالي وضعیت خراب دی، بېوزلي او لوږه ډېره شوې او خلک په وېره کې دي. مونږ د دوه زره لومړي کال ښځې نه یو؛ که دوی غواړي په افغانستان کې حکومت وکړي، دا کار د ښځو له ونډې پرته نشي کولی؛ ځکه، چې ښځې د ټولنې پنځوس سلنه برخه جوړوي.