تازه خبرونه
نړیواله ټولنه د مرستو پر ځای غوښتنې کوي – امیر خان متقي
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د اسلامي امارت له مشرانو او بانکي نظام څخه د بنديزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د کار ملي کنفرانس ته د وین پر مهال ویلي؛ نړیواله ټولنه د افغانستان له اسلامي امارت غواړي، چې له مخدره توکو او ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو مرسته نهکوي.
امیر خان متقي وایي: نړیواله ټولنه له مونږ څخه پوښتنې کوي او غوښتنې هم لري. دوی پوښتي، چې نشهيي توکي څه شول؟ څنګه یې مخنیوی وکړو؟ څنګه امنیت خوندي کړو؟ له افغان خاورې څخه د ناسمې استفادې مخه څنګه ونیول شي؟ دا د دوی غوښتنې دي، خو مرسته یې صفر ده.
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د اسلامي امارت له مشرانو او بانکي نظام څخه د بنديزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالکبیر ویلي: زه له هېوادونو غواړم، چې د اسلامي امارت پر مظلومو خلکو او مشرانو غیرقانوني او غیرعادلانه بندیزونه پای ته ورسوي او اسلامي امارت ته د نړیوالې ټولنې د یوه فعال غړي په توګه د همکارۍ ډاډ ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمري وایي، چې د دغه کنفرانس له جوړېدو څخه یې موخه په هېواد کې له بېوزلۍ او بېکارۍ سره مبارزه ده.
نوموړي زیاته کړې: زمونږ د کار له ملي کنفرانس څخه له ټولو ستره او مهمه موخه د وخت له اړتیا سره سم د کار بازار ته وده ورکول دي، چې له یوېخوا د پام وړ او کاري فرصتونه برابر کړو او له بلېخوا په ټول هېواد کې د بیکارۍ پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړو.
په کنفرانس کې دا هم ویل شوي، چې په راتلونکیو پېنځه کلونو کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکټور پر همکارۍ ۵۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ویلي؛ مونږ باید داسې ساحه تمویل کړو، چې رښتیا هم دندې او کار رامنځته کړي. مونږ باید داسې برخه تمویل کړو، چې خلک واقعیاً ورته اړتیا لري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطاء الله عمري هم د دې سکټور د معیاري کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه وایي: د کرنې وزارت هڅه کوي، چې کرنه او کروندې معیاري کړي. د کرنې او مالدارۍ له معیاري کولو سره به زمونږ ۷۰ سلنه خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د نړیوالو ټولنو ځینو استازو په دې کنفرانس کې ویلي، چې د کار پیدا کول د خلکو د ژوند د کچې په لوړولو کې مرسته کولی شي.
د افغانستان لپاره د کار نړیوالې ټولنې (ILO) لوړ پوړی همغږي کوونکی رامین بهزاد وايي، د کاري فرصتونو له برابرولو سره به بېوزلي راکمه شي.
هغه استازو ته ډاډ ورکړ، چې ILO به په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ روانې ساتيورکړي.
په غونډه کې یو شمېر نورو ګډونوالو هم ټینګار وکړ، چې د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره دې پر بېخبنایي او انکشافي پروژو تمرکز وشي.