تازه خبرونه
نړیوالو بندیزونو د افغانستان اقتصادي ثبات ځنډولی – عبداللطیف نظري
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ويلي، لګول شویو بندیزونو د افغانستان وده، پرمختګ او اقتصادي ثبات ځنډولی دی.
عبداللطیف نظري په دې اړه زیاته کړې: د یو شمېر قدرتونو لهخوا ناعادلانه بندیزونو د هېواد اقتصادي وده ځنډولې ده. هیله مو دا ده، چې دغه بندیزونه ژر تر ژره لرې شي او وکولی شو د ودې، پرمختګ او اقتصادي ثبات پر لوري حرکت وکړو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې مالي او بانکي بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
ذبیح الله مجاهد له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له امریکا وغوښتل، چې دغه بندیزونه لرې کړي او د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې دې ازادې کړي.
مجاهد زیاته کړې: مونږ له ځینو بندیزونو سره مخ یوو. له بدهمرغه د لویدیځو هېوادونو لهخوا د بانکدارۍ په برخه کې او هم په هغه ډګر کې، چې افغان شتمنۍ بندې دي او په مرکزي بانک کې د کارولو اجازه نلري؛ بندیزونه لګول شوي دي. دې کار خپلې ټولې منفي اغېزې لرلي دي.
خصوصي سکټور هم وايي، چې پر بانکي سکټور بندیزونو د هېواد د چټکې ودې مخه نیولې؛ ځکه پانګوال هم د بانکونو له لارې د پیسو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي.
له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي، چې کله بندیزونه لرې شي؛ د توکو بیې به نورې هم راټيټې شي او په هېواد کې به د لویو پانګونو لپاره زمینه برابره شي.
دا مهال امریکا د افغانستان بانک اووه میلیارډ ډالر شتمني بنده کړې، چې ۳ اعشاریه ۵ میلیارډ یې په سویس کې وجهي صندوق ته لېودول شوي او دغه راز د امریکا ولسمشر پاتې ۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر د دغه هېواد هغو کورنیو ته ځانګړې کړي، چې د سپتمبر د ۱۱مې پېښې قربانیان شوي دي.