تازه خبرونه
نړیوال بانک د افغانستان کروندګرو ته د ۱۵۰ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه
ملګرو ملتونو ویلي؛ نړیوال بانک تېره ورځ په افغانستان کې د لوږې د له منځه وړلو او زرګونه بېوزله کروندګرو ته د ۱۵۰ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه
د ملګرو ملتونو د رسنیو د فترد معلوماتو پر بنسټ دغه مرسته به د کرنې د ښه والي او په افغانستان کې د غنمو د تولید د ډېروالي لپاره ترسره شي.
نړیوال بانک ژمنه کړې، چې په دې وروستیو کې د افغانانو لوږه پراخه شوې؛ نو اوس اړتیا ده، چې په د دې هېواد د کرنیز تولید کیفیت ښه شي او خلک خواړو ته آسانه لاسرسی ومومي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو هم د کرنې په سکتور کې د نړیوال بانک له مرستو هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا مرستې به د بزګرو پر فعالیتونو هم غوره اغېزه وکړي.
د کرنې وزارت ویاند زیاته کړې؛ د کرنی سکتور پراختیا او په دې برخه کې پانګونه کولی شي هېواد له اقتصادي بحران څخه وژغوري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي: د افغانستان اوسنیو شرایطو ته له کتو مونږ ته د نړیوال بانک مرستی خورا مهمې دي او هر کلی یې کوو. دا مرستې به زمونږ د کرنې، مالدارۍ او باغ داری سکتور ته ګټه ور سوي.
د اقتصادي چارو کار پوهانو هم د نړیوال بانک له دې هڅې هرکلی کړی او څرګندوي، چې د کرنې وزارت باید له دې مرستو څخه د کرنیزې پراختیا لپاره ګټه پورته کړي او له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کیږي، چې د افغانستان له کرنیز نظام څخه د ملاتړ لپاره خپلي مالي او تخنیکي همکارۍ ډېرې کړي، چې د افغانستان کرنیز نظام معیاري او پخپلو پښو ودریږي.
د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد تلاش وایي: د نړیوال بانک دا مرستي کولی شي د هېواد په کرنیز نظام کې مثبت اغېز ولري. اسلامي امارت هم د نشه يي توکو کښتونه ختم کړل، نړۍ هم باید خپلې هڅې پراخه کړي او د کرنې سکتور ته د رادانګلو لپاره دا یو ښه فرصت دی.
د افغانستان د خصوصي سکتور غړي هم له نړیوالې ټولني غواړي، چې د افغانستان د کرنې له نظام سره خپل ملاتړ ډېر کړي، چې افغانستان په کور د ننه د کرنیزو محصولاتو له اړخه ځان بسیاینې ته ورسیږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.
تازه خبرونه
د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.
دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.
دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼشمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.
د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.
ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سولهییزې حل کړي.
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.
قطر د کابل او اسلامآباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.
-
تازه خبرونه4 days agoولې افغانستان زلزلو ته ډېر مناسب دی؟
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په شمال کې زلزلې بشري وضعیت اغېزمن کړی – ملګري ملتونه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا دې له اسرائیلو ملاتړ پای ته ورسوي او له منځني ختیځ څخه دې ووځي
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
تازه خبرونه2 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
تازه خبرونه3 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان پر افغانستان د امریکا د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارول رد کړل
-
تازه خبرونه4 days agoپه بلخ او سمنګان کې زلزلې له ۵۰۰ څخه زیات کسان شهیدان او ټپیان کړل
