سوداگري
نړیوال بانک په افغانستان کې د یو شمېر پروژو د ترسره کولو پرېکړه کړې
دوه بېلابېلو سرچینو د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ نړیوال بانک په افغانستان کې پر درې پروژو( روغتیا، کرنې او معیشت) کار پیل کړی؛ خو د پوهنې د پروژې لپاره به شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر وځنډوي.
څو اړخیز انکشافي بانک د مارچ په وروستیو کې د اسلامي امارت لخوا دولتي ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ له بندیز وروسته ټولې اړوند څلور پروژې، چې شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالر ارزښت لري، وځنډولې.
د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان د بیارغونې صندوق (ARTF) د اووه شریکانو او نورو سترو تمویل کوونکیو ډله به د جمعې پر ورځ د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د افغانستان د مخ پر زیاتیدونکي اقتصادي او د خواړو د خوندیتوب پر ستونزو خبرې وکړي.
یوې سرچینې ویلي، د پیسو نړیوال صندوق، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) او د اسلامي پراختیایي بانک په ګډون ځینې څو اړخیزې ادارې به هم د دې ناستې برخوال وي.
کله، چې پر څلورو یادو پروژو کار ودرېدو؛ نړیوال بانک یادونه وکړه، چې د هغې پالیسي د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د خدماتو د برابرولو او د برابرۍ د لاسرسي لپاره د ARTF لخوا تمویل شوي فعالیتونو ته اړتیا لري.
یوې سرچینې ویلي، چارواکو پرېکړه کړې، چې د درې ناښوونیزو پروژو لپاره، چې ارزښت یې شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالرو ته رسیږي؛ بیا چمتووالی پیل کړي. په داسې حال کې، چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له کبله د خوراکي توکو او انرژۍ د بیو د لوړیدو له کبله په افغانستان کې ژور اقتصادي بحران مخ په زیاتېدو دی.
نړیوال بانک تېره اوونۍ د افغانستان د اقتصاد په اړه یو جدي لید وړاندې کړ او یادونه یې وکړه، چې د امریکا پر مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ۲۰۲۱ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې د سړي سرعاید له درېیمې برخې څخه ډیر کم شوی دی.
په دې راپور کې ویل شوي، چې شاوخوا ۳۷ سلنه افغان کورنۍ د خوراکي توکو د پوښښ لپاره کافي پیسې نلري. په داسې حال کې، چې ۳۳ سلنه یې د خوراکي توکو د اخیستو توان لري؛ خو نور څه نلري.
کله، چې دا موافقه وشوه، چې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا د نويو پروژو پلي کولو لپاره د ARTF فنډونه وړیا کړي، نړیوال بانک هیله من دی، چې نجونې او ښځې له دې ملاتړه ګټه پورته کړي.
د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوه لسیزو کې د ښځو د حقونو په اړه لاسته راوړنې محدودې کړي او پرته له محرمه یې پر سفر بندیزونه ولګول.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې د پوهنې پروژو لپاره څه نا څه ۱۵۰ میلیون ډالر ځنډولي، چې حکومت پر بېلابېلو لاملونو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ورتګ ښوونځیو ته منع کړی دی.