تازه خبرونه
نړیوال باید د مشروع او منظمو میکانیزمونو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي – سراج الدین حقانې
د دې وزارت چارسمبالي له نړیوالو سره د همکارۍ په اړه ویلي، چې نړیوال باید د مشروع او منظمو میکانیزمونو له لارې له افغانستان سره د اقتصادي ودې او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني او ورسره مل پلاوي د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د قومي مخورو او سيمه ييزو مسوولينو په جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ.
د دې وزارت چارسمبالي له نړیوالو سره د همکارۍ په اړه ویلي، چې نړیوال باید د مشروع او منظمو میکانیزمونو له لارې له افغانستان سره د اقتصادي ودې او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ولسي غونډه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکیو په هېواد کې د خوندي امنیت او ثبات په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي ته یې د ملاتړ او همکارۍ د ډاډ څرګندولو تر څنګ د متوازن انکشاپ او بنسټيزو پروژو پلې کېدا ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
سراج الدین حقاني راغلي امنيت الهي نعمت ياد کړ او وایي، له بې روزګارۍ او ستونزو سره – سره اميدونه هم ډېر دي.
هغه ټينګار وکړ، چې د نا امېدۍ پر ځای ولس او حکومت بايد په ګډه کار وکړي.
نوموړي د ښه راتلونکي او پر ځان بسياينې په موخه د کاني او اقتصادي پرمختګ او په سیمهییزه او ملي کچه د ستونزو حل او يو شمېر پروژو د پلې کېدو او کاري بوختياوو رامنځته کېدو په برخه کې د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه.
ویل کیږي، چې شته وضعيت د هیواد د یووالي او وحدت لپاره یو ښه فرصت او وفاداره پاتې کېدل ورته د ټولو اړتیا ده.