تازه خبرونه

نړۍ دې د سر د خطر تر نامه لاندې افغانانو ته پناه نه‌ورکوي – متقي

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي نهمه) د بهرنیو چارو وزارت د خواخوږۍ په یوه پروګرام کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې امنیت خوندي دی او افغانان باید له خپل هېواده ونه‌وځي.

امیرخان متقي په بلغاریا کې پر قاچاقي لاره د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خلکو د ژوند، مال او عزت ساتونکی دی او هیڅ وګړی باید د نظام د بدنامولو له پاره بهر ته د تلو دوسیې جوړې نه‌کړي.

په دې کتنه کې امیرخان متقي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندې خپل بندیزونه پای ته ورسوي.

هغه څرګنده کړې: نړۍ بايد د افغانستان استعدادونو، کدرونو او وياړونو ته زيان ونه‌رسوي او له افغانستان څخه دې د کدرونو او کاري ځواک د ایستلو هڅې ودروي.

امیرخان متقي له هېوادوالو په ځانګړي توګه له ځوانانو وغوښتل، چې په افغانستان کې پاتې شي او بهر ته پر قاچاقي لارو خپل ژوند له خطر سره مخ نه‌کړي.

امیرخان متقي په دې باور دى، چې په هېواد کې اسلامي امارت  ته زياتې ستونزې نړيوالې ټولنې جوړې کړي او په افغان ولس یې بندزونه لګولي دی.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې ټول هېوادوال بهر ته د تګ لپاره آزاد دي؛ خو بهر ته د رسېدو لپاره باید د نظام د بدنامولو لپاره دوسیه جوړه نکړي.

هغه له نړۍ هم وغوښتل، چې نور ظلم مه کوئ، شل کاله جګړه بس ده، بې شمېره افغانان یې شهیدان کړل.

دغه راز د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو ويلي، چې ډېري ځوانان د انساني قاچاقبرانو په لومه کې لویږي او له خطرناکو لارو بهر ته وځي.

په بلغاریا کې د یوه افغان قرباني د کورني غړی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د انساني قاچاقبرانو د فعالیتونو مخه ونیسي.

تېره اوونۍ د هغو ۱۸ افغانانو مړي، چې په بلغاریا کې پر قاچاقي لاره مړه شوي وه؛ د اسلامي امارت له لوري کابل ته رالېږدېدلي او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

Trending

Exit mobile version