Connect with us

تازه خبرونه

نړۍ دې په افغانستان کې د کډوالۍ کړکېچ وڅېړي – اسلامي امارت

خپور شوی

د

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۰)

په کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځ د نمانځلو په بهیر کې د کډوالو چارو وزارت مسوولینو ویلي نړۍ دې  په افغانستان کې د کډوالۍ کړکېچ وڅېړي او له اسلامي امارت سره دې په همغږۍ کې له هېواده بهر میشتو افغانانو سره مرستې وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وایي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره امنیت راغلی او له سیاسي مخالفانو او په بهر کې له میشتو افغان کډوالو غواړي، چې بېرته هېواد ته را ستانه شي؛ حکومت به یې نه یوازې امنیت ونیسي، بلکې د کار زمینه به هم ورته برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسنی حالت د تېر حکومت د فساد پایله ده او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو لپاره پر امریکا فشار راوړي.

هغه دغې ناستې ته، چې د اسلامي امارت پر لوړپوړیو چارواکو سربېره د مهاجرت د نړیوال سازمان ، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازیو، بهرنیو ډیپلوماټانو او د نړیوالو ټولنو استازیو او چارواکو برخه درلوده وویل؛ د کنګل شویو پیسو اغېز پر عامو خلکو دی نه د اسلامي امارت پر چارواکو.

شېر محمد عباس ستانکزی وایي: که سیاسي او اقتصادي وضعیت بدل نشي؛ نو مهاجرت به ډېر او اړوند هېوادونه له ستونزو سره مخ شي.

د کډوالو چارو او بېرته را ستنېدونکو وزارت د چارسمبالي خلیل الرحمان حقاني د معلوماتو له مخې؛ دا مهال د هېواد اویا سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

نوموړی له نړۍ نه یوازې غواړي، چې له افغانستان سره مرسته وکړي، بلکې د کډوالو د لاسنیوی غوښتنه هم کوي او وایي، چې دا مرسته دې له اسلامي امارت سره د همغږۍ له مخې ترسره شي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سې شنبې پر ورځ په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازیو سره وکتل.

د ملګرو ملتونو سازمانونه اټکل کوي، چې په میلیونونه افغانان به د ژمي په اوږدو کې له بېړنۍ مرستې پرته له لوږې سره مخ شي؛ خو مرستې د نړیوالو د نه خوښۍ له کبله، چې د ښځو د حقونو او سیاسي ګډون اندېښنو له کبله له خنډ سره مخ شوې دي.

د افغانستان د اسلامي امارت  له بیا واکمنېدو وروسته د بهرنیو مرستو ناڅاپي ځنډ د افغانستان کمزوری اقتصاد له سقوط سره مخ کړ. ملیونونه افغانان بېکاره دي او د بانکدارۍ سیسټم یوازې لږ څه فعال دی.

که څه هم امریکا سپارښتنه کړې، چې افغانستان ته د شخصي نغدو پیسو لیږلو ته اجازه ورکړي؛ خو دا د مرکزي بانک په زیرمو کې د ۹ میلیارد ډالرو خوشې کولو یا د اسلامي امارت پر یو شمېر مشرانو د بندیزونو د لرې کولو معنا نلري.

د نړیوالو سازمانونو مشرانو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ملاتړ کمېشنرۍ استازیو په دې ناسته کې ډاډ ورکړ، چې له افغان کډوالو او زیانمنونکیو افغانانو سره به خپلې مرستې روانې وساتي.

تازه خبرونه

اوس هم په یو شمېر دولتي ادارو کې چارې ځنډول کیږي – عبدالسلام حنفي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ويلي؛ اوس هم په یو شمېر دولتي ادارو کې چارې چټکې نه تر سره کیږي او  خلک پر اوونیو او میاشتو انتظار باسي، چې په دولتي ادارو کې خپل کار پای ته ورسوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، شهیدانو او معلولینو وزارت او برښنا شرکت ترمنځ د اداري پړواوونو ساده کولو په موخه تفاهم لیک لاسلیک شو.

په دې  غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ويلي، چې اوس هم په یو شمېر دولتي ادارو کې کاغذ پراني شته او دولتي کارکوونکي د خلکو کارونه په سمه توګه نه ترسره کوي.

عبدالسلام حنفي وايي؛ اسلامي امارت برښنايي حکومتدارۍ ته ژمن دی او هڅه کوي، چې دولتي ادارې سره ونښلوي او کارونه چټک ترسره او د فساد مخه ونیول شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال دا هم ويلي، چې د بل هر بنسټ پر پرتله د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې د پروسې ساده کول اړین دي؛ ځکه زیانمن کسان همدې ادارې ته مراجعه کوي.

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکی وایي، چې د قوش‌تېپې ملي کانال د دوه‌یم فاز کار هم پیلیږي؛ ځکه، چې د لومړي فاز کار مخ پر بشپړېدو دی.

عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامي امارت د خلکو خدمت او د هېواد پرمختګ ته ژمن دی.

دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي رییس عبدالحنان عارف الله ویلي: په دولتي ادارو کې د متخصصو او مسلکي کسانو د جذبولو په لټه کې دي او غواړي، چې چارې مسلکي کسانو ته وسپارل شي.

د برشنا شرکت سوداګریز رییس عبدالرحمن رحماني وايي، چې تر اوسه یې له زورواکو څخه ۱۱۸ میلیون افغانۍ پور راټول کړی دی.

ویل کیږي، چې په روان کال کې د شهيدانو لپاره ١٣،٥ ميليارد افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده. د معلولینو او یتیمانو په ډله کې ټول معلولین او د شهیدانو کورنۍ شاملې دي او په دې برخه کې یې هیڅ ډول توپیر نه‌دی کړی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هند کې د افغانستان سفارت رسماً خپل فعالیتونه وځنډول

Published

on

(Last Updated On: تله ۹, ۱۴۰۲)

په هند کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د کوربه حکومت د نه ملاتړ له کبله به له یکشنبې ( د تلې ۹ / د اکتوبر لومړۍ) څخه د دغه سفارت فعالیتونه ودرول شي.

یاد سفارت د شنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دوی د افغانستان او خپلو اتباعو د ګټو د خوندي کولو لپاره د اړتیاوو او غوښتنو په پوره کولو کې خپلې نیمګړتیاوې مني، چې لامل یې په هند کې د دیپلوماټیک ملاتړ او په کابل کې د قانوني فعال حکومت نه‌شتوالی دی.

سربېره پر دې دا سفارت د پرسونل او منابعو کمښت د تړل کیدو لامل بولي.

په هند کې د افغانستان سفارت ویلي، چې افغان وګړیو ته به د قونسلګرۍ عاجل خدمتونه تر هغې روان وي، چې استازیتوب یې کوربه هېواد ته نه وي سپارل شوی.

سفارت هم د دیپلوماتیکو کارکوونکیو تر منځ د شخړو یا داخلي شخړو تورونه رد کړي دي.

د دغه سفارت په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې په هند کې د افغانستان د کونسلګرۍ فعاليتونه، چې په خپلواکه توګه ترسره کېږي، د ديپلوماتيک ماموريت له اصولو سره په ټکر کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان میرمنو ته د زده‌کړو او کار امکانات برابر کړئ – رینا امیري

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د اسلامي امارت د محدودیتونو د مخنیوي لپاره ښځو ته د زدهکړو، تحصیلي بورسونو او کار زمینه برابره کړي.

رینا امیري د شنبې پر ورځ په ایکس چینل کې له خپلو همکارانو او افغان فعالانو سره د تېرې میاشتې د لیدنو په اړه څرګنده کړې، چې ښايي په افغانستان کې د “ویجاړونکي” وضعیت د ښه کولو لپاره لارې چارې توپیر ولري؛ خو هغه کسان، چې د بشري حقونو د خوندیتوب په لټه کې دي باید مدني فضا رامنځته کړي. خبرې اترې او زغم، چې دوی یې هیله لري په افغانستان کې رامنځته او وځلوي.

هغې څرګنده کړې: مونږ باید په ټولیزه توګه طالبانو (اسلامي امارت) ته دا روښانه کړو، چې که څه هم مونږ د ویجاړونکي وضعیت د ښه کولو هڅه کوو؛ خو د روان حالت په ښه ‌کېدو کې به پرمختګ تر هغې رانه‌شي، چې هغوی د افغانانو حقونو ته درناوی ونه‌کړي.

نوموړې زیاته کړې: مونږ باید د افغانانو په ځانګړي توګه له ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې خپل بیانونه د طالبانو (اسلامي امارت) له افراطي او ظالمانه کړنو سره د مقابلې لپاره د زده‌کړو، تحصیلي بورسونو، کار او نورو وسایلو د برابرولو لپاره، چې له زمونږ له غوښتنو سره مطابقت ولري؛ پخپلو سرچینو سمبال کړو.

رینا اميري ويلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې څو لوړپوړې ناستې ترسره شوې، چې يوه يې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د وزيرانو پر کچه غونډه وه.

هغه وایي؛ پیغام مو روښانه دی: که طالبان (اسلامي امارت) د افغانانو حقونو ته درناوی ونه‌کړي او د ټولنې نیمايي وګړي حذف کړي؛ د نړیوالې ټولنې د یوې برخې کیدو تمه هم نه‌شي کولی.

دغه راز څرګندوي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې یې د مسلمانو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې هوکړه کړې، چې د طالبانو (اسلامي امارت) ظالمانه تګلارې په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې؛ د افغانستان او نړۍ لپاره ویجاړوونکې او ښې نه‌دي.

هغې زیاته کړې: مونږ هوکړه وکړه، چې باید د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه نړیوال پیوستون وساتو او د دیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر له افغان میرمنو او نجونو ملاتړ روان وساتو.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار کولو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوي ته خپله ژمنتیا تل ښکاره کړې ده.

 

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!