تازه خبرونه

نړۍ پر بندیزونو او فشارونو غواړي ا.ا داعش ته کمزوری وښیي – مولوي متقي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۰)

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي ويلي، داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې، خو نړۍ پر بنديزونو او فشارونو غواړي ا.ا داعش ته کمزوری وښیي.

امیر خان متقي د نړۍ دغه کړنه د افغانانو له حقونو سرغړونه یاده کړې ده.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير ترکيې ته د خپل سفر پر مهال له اناتولې خبري سرچینې سره د خبرو پر مهال د داعش په اړه ويلي، چې دا ډله په افغانستان کې ځپل شوې، پوځي واک و ځواک نلري؛ خو هڅه کیږي، چې اوسنی حکومت ورته کمزوری وښودل شي.

مولوي متقي وایي: داعش په افغانستان کې کوم مرکز نلري؛ خو تبلیغات ورته کیږي او د افغانستان اوسني حکومت ورته کمزوری او ضعیف ښودل کیږي. پر حکومت له بهره فشارونه ډېریږي او داعش ترې روحیه اخلي. پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لکه د پیسو کنګلېدل او پر رسمیت نه پېژندل دا هغه څه دې، چې د داعش حوصله ورسره پورته کیږي.   

متقي په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې داعش ډلې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په کابل، پروان، ننګرهار،کندوز او کندهار ولایتونو کې خپل ځانګړي بریدونه تر سره کړي او سلګونه ولسي وګړیو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.

مولوي متقي د افغان کابينې يو تر ټولو فعال او غښتلی وزیر دی او هڅه کوي، چې له نړۍ سره د اړيکو لپاره د باور فضا رامنځته کړي.

نوموړي په کابل کې د بهرنيو هېوادونو له سفیرانو او راغلو چارواکو سره تر ګڼو ليدو وروسته تېره اونۍ په قطر کې د امريکا، اروپايي ټولنې او قطر سربېره د يو شمېر هېوادونو له چارواکو او استازو سره وليدل او تر هغه وروسته ترکيې ته لاړ.

مقتي هڅه کوي، چې د نړۍ او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو چارواکي په دې قانع کړي، چې د افغانستان حکومت بايد په رسميت وپېژندل شي.

Trending

Exit mobile version