لوبی

هالنډي فوټبال ستوری مسلمان شو

Published

on

د هالنډ فوټبال ملي لوبډلې ستوري کلارنس سیدورف د اسلام سپېڅلي دین منلی دی.

کلارنس سیدورف د خپل رسمي انسټاګرام له لارې د اسلام سپیڅلي دین منل اعلان کړل.

هغه څرګنده کړې: زه له اسلامي کورنۍ سره د یوځای کیدو په مناسبت د ټولو مینه والو له پیغامونو مننه کوم. په ځانګړي توګه له خپلې ګرانې سوفیا مننه کوم، چې ماته یې اسلام رازده کړ.

هغه زیاته کړې: ما خپل نوم ندی بدل کړی او زه به هغه نوم ځانته خوندي وساتم، چې مور او پلار راته غوره کړی دی.

سیدورف له دې مخکې اعلان کړی و، چې له یوې ایرانۍ مسلمانې سوفیا موکرماتي نومې سره کوژده شوی دی.

Trending

Exit mobile version