Connect with us

تازه خبرونه

هرات موزیم د تاریخي آثارو د معیاري ساتنې له ودانۍ پرته ۱۰۰ کلن شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۲)

د هرات ولایت موزیم سلمه کلیزه پوره شوه؛ خو اوس هم د لرغونو آثارو خونديتوب او نندارې ته د ایښودلو لپاره مناسبه ودانۍ نلري.

د اختیارلدین لرغونې کلا په یوه کونج کې د دې ولایت د موزیم دروزاه د خلکو پر مخ پرانیستې ده. دلته پېنځه سوه لرغوني آثار نندارې ته ایښودل شوي؛ خو له درې زره ډېر نور لرغوني اثار په ګډامونو کې په نامناسبه حالت کې ساتل کیږي.

د هرات موزیم له کلونو راپدیخوا مناسبه ودانۍ نه‌لري او تاریخي آثار یې په سم  او معیاري ډول نه‌دي ساتل شوي، حکومت مني، چې د تاریخي آثارو د ساتنې او معیاري موزیم د جوړولو لپاره لږ کار شوی؛ خو د یوه ځانګړي موزیم د جوړولو هڅې روانې دي.

هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، چې اوسمهال د دغه ولايت په ګدامونو کې درې زره تاريخي آثار موجود دي، چې  يوازې ٥٠٠ يې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني زیاته کړې، چې د تاریخي ابداتو د ساتنې لپاره د یوې ځانګړې او معیاري ودانۍ د جوړولو هڅې روانې دي.

فرهنګپال وايي، چې دا لرغوني توکي په مناسب ځای کې نه ساتل کیږي او پکار ده، چې د دغو ارزښتناکو آثارو د ساتنې لپاره په نړيوالو معيارونو سره يو ځانګړى ځاى جوړ شي.

د هرات د موزیم او ارشیف عمومي رییس عبدالجبار نورزي ویلي؛ اوس‌مهال که ټول تاریخي آثار راټول او نندارې ته وړاندې شي یو لوی ځای ته اړتیا ده، خو د هرات د موزیم مدیریت اړ شوی، چې په دغه ځای کې له درې زره تاریخي اثارو څخه یوازې ۵۰۰ یې نندارې ته وړاندې کړي.

حکومت په وار وار له خلکو غوښتي، چې تاریخي آثار دې موزیم ته وسپاري.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ټینګار کوي، چې د لرغونو آثارو د ناقانونه کیندلو او د تاریخي آثارو د قاچاق مخه به ونیسي.

تازه خبرونه

امیر خان متقي په ترانس همالیا غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ چین ته د نړیوالې همکارۍ لپاره د ترانس همالیا په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ولاړ.

د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې وزارت د چارسمبالي امير خان متقي پر مشرۍ يو پلاوی د چين ولسي جمهوریت پر بلنه د چین شي‌ژانګ ايالت اړوند د ترانس هماليا فورم په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د چين پر لوري روان شو.

په یاد فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمه‌ييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو بحثونه کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم په څنګ کي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د نورو هېوادو له استازو سره دوه اړخیزې ناستي هم ولري.

ویل کیږي، چې په پلاوي کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال داکتر عبدالطيف نظري او یو شمېر نور مسوولین هم برخه لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د افغانانو د ورتګ قوانین نور هم سخت کړل

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۲)

اسلام‌اباد پرېکړه کړې، چې د راتلونکې میاشتې له پیله به د نورو هېوادونو د وګړیو په څېر ټول افغان وګړي هم اړ وي، چې پر باوري پاسپورت او ویزې پاکستان ته دننه شي.

د پخوانۍ تګلارې له مخې؛ د دیورند کرښې دواړو غاړیو ته د قومونو تر منځ وېشل شويو خلکو کولی شول، چې پر ځانګړې سفري اجازې پاکستان ته داخل شي.

د امریکا غږ د خبر له مخې: د یوې رسمي لارښوونې له مخې، چې د افغانستان په ټولو پولو کې د کډوالۍ چارواکو ته لیږل شوې؛ پاسپورتونه به د ۲۰۲۳ ز. کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د یوازني سفري سند په توګه د ټینګار وړ وي.

په دې لارښوونه کې راغلي: له افغانستان څخه پاکستان ته د سفر لپاره کوم بل سند نه منل کېږي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د نوې تګلارې په اړه رسمي اعلان نه‌دی کړی.

یوه پاکستاني چارواکي امریکا غږ ته ویلي؛ هیله لري، چې د اسلامي امارت چارواکي به د نوې تګلارې په پلي کولو کې همکاري وکړي او د یاغیانو او قاچاقبرانو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه راز پاکستان په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه د میشتو افغانانو پر وړاندې خپلې هڅې چټکې کړې دي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني اعلان وکړ، چې حکومت به له افغانستان او نورو هېوادونو څخه غیر قانوني کډوال شړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هلمند کې بهرنيو سیلانیانو له تاریخي سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د امنیت له ټینګیدو سره بهرنیو سیلانیانو د دغه هېواد له تاریخي سیمو لیدنه پیل کړې، چې له لسیزو راپدیخوا د سیلانیانو ورتګ ناشونی و.

د سیلانیانو یوې ډلې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بست‌کلا، چې درې زره کاله لرغونې او د ۱۱ پېړۍ د جومات د پاتې شوي محراب له کبله نومیالۍ شوې ده.

د آلمان، آمریکا، نیوزیلند او سویلي آفریقا څخه د ۱۱ کسانو په دې ډله کې پېنځه میرمنې هم شته، چې ټولو یې د هېواد د دې کلا او نورو تاریخي سیمو له لیدو ستاینه کړې ده.

سیلانیانو ویلي، چې د سولې د ټینګښت له کبله افغانستان ته د راتګ ښه وخت دی.

د سويلي آفريقا يوه سيلاني ويلي: افغانستان د کانونو له پلوه يو بډايه هېواد دى، دوى بايد د خپلو خلکو او هېواد لپاره کار وکړي، چې د نورو هېوادونو له انحصار څخه ځان وژغوري.

يوه امريکايي سيلاني څرګنده کړې: خوښ يم، چې له خپلو ملګرو سره مې د دغه تاريخي ولايت بست‌کلا او ځينو نورو تاريخي سيمو ليدنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې دهلمند اطلاعاتو او فرهنګ رييس سلطان محمدحنيف ويلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپديخوا دې ولايت ته له بېلابېلو هېوادونو ګڼ‌شمېر سيلانيانو سفرونه کړي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!