تازه خبرونه
هغه وخت به هم راشي، چې اسلامي امارت پر نورو بندیزونه ولګوي – عبدالحکیم شرعي
د عدلیې وزارت چارسمبالي د اروپايي ټولنې لهخوا د بندیزونو په غبرګون کې څرګنده کړې؛ هغه وخت به هم راشي، چې اسلامي امارت پر نورو بندیزونه ولګوي.
له هغې یوه ورځ وروسته، چې اروپايي ټولنې د اسلامي امارت پر درې چارواکو نوي بندیزونه ولګول؛ د عدلیې وزارت چارسمبالي څرګنده کړه؛ هغه وخت به هم راشي، چې اسلامي امارت پر نورو بندیزونه ولګوي.
عبدالحکیم شرعي د اسلامي امارت له هغو درې چارواکو څخه دی، چې نوم یې په دې وروستیو کې د اروپايي ټولنې د بندیزونو په نوملړ کې راغلی دی.
د عدلیې وزارت چارسمبالي عبدالحکیم شرعي دا هم ويلي؛ امریکا په افغانستان کې له ماتې سره – سره له افغان ولس سره خپله دښمني نه بندوي او د افغانستان په فضا کې د امریکایي بې پیلوته الوتکو ګزمه نیم ساعت هم نهدریږي.
شرعي وايي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا استازي ته ویلي: دوی اندېښمن دي، چې دا درون الوتکې داعش او که د اسلامي امارت مشران تعقیبوي؛ ځکه، چې امریکا د اسلامي امارت د مشرانو لپاره انعام ټاکلی دی.
عبدالحکيم شرعي په افغانستان کې حاکم نظام پياوړی او ځانګړی وباله او وايي؛ که دا نظام پاشل کیږي، نو له داخله به پاشل کیږي.
د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي د ندا محمد ندیم هم په دې غونډه کې ویلي؛ افغانستان د ساینس په برخه کې لاس ته راوړنې لري او پر نصاب کار کول هم له دغو لاسته راوړنو یوه برخه ده.
هغه وایي؛ ټولې ادارې پر کار بوختې دي او د خلکو خدمت کوي.
نوموړی زیاته کړې؛ د لوړو زدهکړو وزارت د څېړنو په څانګه کې د مرستیالانو په ټاکنه او د استادانو په ګمارنه کې هم د پام وړ دندې ترسره کړې دي.
د لوړو زدهکړو وزارت لهخوا د کابل پوهنتون په انګړ کې د اسلامي فرهنګ د استادانو، امامانو او د دولتي پوهنتونونو د دعوت او ارشاد د مبلغینو لپاره یو دیني او علمي سیمینار د درې ورځو لپاره جوړ شو، چې د محمدي شريعت له مخې د فکرونو د سمولو او د محصلانو د سیرت او صورت پر سمولو سربېره؛ علمي بحث او د ګډونوالو تر منځ د تجربو شریکول د دې سیمینار بل هدف دی.