سوداگري
هند، پاکستان، ترکیه او مالیزیا افغانستان ته د مرستو رسولو آسانتیاوې برابروي
افغان حکومت د ځمکې له لارې د پاکستان او هند پولې ته د ۴۰ لاریو یو کاروان د هندي مرسته شویو غنمو د رالیږدولو لپاره لېږلی دی.
دغه لارۍ به د پاکستان او هند تر منځ د واګې – عطاري پولې په اوږدو کې له مرسته شویو غنمو باریږي او د پاکستان له لارې به افغانستان ته راولېږدول شي.
د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي؛ د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو د پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونو ته لارښوونه کړې، چې د بار لېږدولو امنیت چمتو کړي، چې د بدو پېښو مخه ونیول شي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت سرچینو څرګنده کړې؛ له هند څخه د غنمو بار لارۍ به د سې شنبې پر ورځ په پوله کې افغان چارواکو ته وسپارل شي.
دغه راز په کابل کې له ترکیې څخه افغانستان ته د خیریه ریل ګاډي پر مټ ۷۵۰ ټنه بېړني مرستندویه توکي د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوي دي.
د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست (AFAD) او نادولتي موسسو په ګډه همغږۍ د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته د طبي مرستو ټولګه وسپارله.
په مرستو کې خوراکي توکي، ژمنۍ جامې، طبي تجهیزات، ویلچیرونه، لوبي او روغتیايي توکي شته دی.
په کابل کې د ترکيې سفارت يوه ډيپلومات ایمري مناف ويلي، چې دغه مرستې به ډېر ژر د افغانستان ٣٤ ولايتونو ته ولېږدول شي.
د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې د مناف تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت د روغتیا وزارت مرستیال حبیب الله اخندزاده او په کابل کې د ترکیې د یو شمېر ادارو استازیو هم ګډون کړی و.
ایمري مناف په خپلو خبرو کې په ډاګه کړې؛ لکه څنګه، چې په تېر وخت کې افغانان د ترکیې له خلکو سره ولاړ ول، اوس ترکیه د افغانانو ترڅنګ، چې مرستې ته اړتیا لري؛ ولاړه ده.
دغه اورګاډی د جنورۍ پر اووه ویشتمه له انقرې راوخوځېد او د فبرورۍ پر اوومه افغانستان ته داخل شو.
همدارنګه د سې شنبې پر ورځ له مالیزیا څخه د پېنځه ټنو بشري مرستو یوه ځانګړې الوتکه کابل ته رالېږلې ده.
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر داتوک سری سیف الدین عبدالله د دغو بشردوستانه مرستندویه الوتکې د لیږلو په مراسمو کې برخه واخیسته، چې د ۱۲ رضاکاران ورسره مل دي.
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا الوتنه به کابل ته له سفر مخکې د هند په حیدرآباد او د پاکستان په اسلام آباد کې تمیږي.
