تازه خبرونه

هندي سوداګرو د پنجشېر په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښکاره کړه

محمد آغا حکیم ډاډ څرګند کړی، چې سیمه‌ییزه اداره به د هر هغه پانګوال بشپړ ملاتړ وکړي، چې په دې ولایت کې پانګونې ته لېواله وي.

Published

on

د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د سې‌شنبې پر ورځ (د کب یوویشتمه) د داوطلبۍ له لارې د پنجشیر ۱۵ زره ۵۵۲ قیراط زمرد پر ۳۲۸ زره ۹۵۰ ډالرو وپلورل شول.

دغه راز دوه هندي سوداګرو له پنجشېر والي محمد آغا حکیم سره په یوه ناسته کې نوموړي ته د پنجشېر په کانونو کې د پانګونې پلان وړاندې کړ او د پانګونې لپاره یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د هند د ګران بیو ډبرو سوداګرو هر یو دیوي یاج او سنجي ​​د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو هرکلی وکړ او د ټول هېواد امنیت یې وستایه.

دې سوداګرو ویلي، چې د نورو هندي شرکتونو لرونکي به هم وهڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د پنجشیر والي د دوی له وړاندیزونو او طرحو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د پنجشېر ولایتي ادارې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

محمد آغا حکیم ډاډ څرګند کړی، چې سیمه‌ییزه اداره به د هر هغه پانګوال بشپړ ملاتړ وکړي، چې په دې ولایت کې پانګونې ته لېواله وي.

د پنجشېر ولایتي چارواکو د څرګندونو له مخې، دغو هندي سوداګرو د سې‌شنبې پر ورځ د پنجشېر د زمردو په داوطلبۍ کې هم ګډون وکړ.

د پنجشېر ولایت خلک د بهرنیو سوداګرو پر ورتګ نه یوازې خوښ دي، بلکې وایي، چې ورسره سوداګرۍ وده کړې او د دې ولایت زمرد هم پر لوړه بیه پلورل کیږي.

Trending

Exit mobile version