Connect with us

تازه خبرونه

هند افغانانو ته ویزه ورکول بیا پیل کړل

د هندي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال پانګوال، هنرمندان او لوبغاړي کولی شي، چې دې هېواد ته د سفر لپاره د ویزې غوښتنه وکړي.

خپور شوی

د

Indian flag

هندي رسنیو د دې هېواد د چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې نوي ډیلي له څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د ویزو ورکول بیا پیل کړي دي.

د هندي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال پانګوال، هنرمندان او لوبغاړي کولی شي، چې دې هېواد ته د سفر لپاره د ویزې غوښتنه وکړي.

هندو ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا نوښت د ۲۰۲۵ کال د اپریل په وروستیو کې د نوي آنلاین ویزې پرټال له پېلېدا سره پیل شوی دی.

هند د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته افغانانو ته د ویزې ورکول بند کړل او په کابل او نورو ولایتونو کې یې خپل سفارت او قونسلګرۍ هم وتړلې.

د هند حکومت تر اوسه د ویزې د ورکړې د بیا پیل په اړه رسمي څه ندي ویلي؛ خو یوې حکومتي سرچینې هندو ورځپاڼې ته ویلي، چې د اپریل په وروستیو کې د افغانانو ته د ویزې غوښتنلیکونو لپاره یو نوی آنلاین پرټال پیل شو.

دې سرچینې زیاته کړې: “افغانان اوس د سوداګرۍ، درملنې، زده‌کړو او نورو موخو لپاره ویزې ترلاسه کوي.”

 

تازه خبرونه

ازبکستان د افغان-ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې د اړینو مسلو له حل خبر ورکړ

له دې مخکې د تېر کال په جون کې د کابل پر کوربتوب د افغانستان، ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ غونډه ترسره کړې او پر مهال یې د بین الحکومتي چوکاټ تړون لاسلیک شوی دی. دې تړون د دغو درې هېوادونو ترمنځ د اوسپنې‌پټلۍ لپاره د امکان سنجونې د مطالعې ترسره کولو بنسټ کېښود.

Published

on

د ازبکستان ټرانسپورټ وزارت څرګنده کړې؛ د افغان- ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې اړوند اړینې تنظیمي مسلې حل شوي او اوس د امکان سنجونې پر مطالعه راڅرخېدلي دي.

له دې مخکې د تېر کال په جون کې د کابل پر کوربتوب د افغانستان، ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ غونډه ترسره کړې او پر مهال یې د بین الحکومتي چوکاټ تړون لاسلیک شوی دی. دې تړون د دغو درې هېوادونو ترمنځ د اوسپنې‌پټلۍ لپاره د امکان سنجونې د مطالعې ترسره کولو بنسټ کېښود.

د درې اړخیزې طرحې له مخې؛  ۵۷۳ کیلومټره اوسپنې‌پټلۍ به په ازبکستان کې ترمذ د افغانستان له مزار شریف او لوګر سره ونښلوي او بیا به په پاکستان کې خرلاچي ته وغځول شي.

د اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو له بشپړېدا وروسته تمه ده، چې په کال کې تر ۲۰ میلیون ټنو پورې لېږد وشي، چې د ټرانسپورټ لګښتونه به د پام وړ کم او د ټرانسپورټ وخت به هم رالنډ کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو

عبدالحق همکار یاد ریاست ته د ورپېژندلو په مراسمو کې د مسوولانو بدلون یو مهم اداري اصل وګاڼه او څرګندوي، چې په نظام کې هر چارواکی د مشرتابه د اطاعت پر بنسټ ورسپارل شوې دنده ترسره کوي او خلکو ته د هغې مطابق خدمات وړاندې کوي.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۴, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوی اجرائیوي رییس وټاکل شو.

عبدالحق همکار یاد ریاست ته د ورپېژندلو په مراسمو کې د مسوولانو بدلون یو مهم اداري اصل وګاڼه او څرګندوي، چې په نظام کې هر چارواکی د مشرتابه د اطاعت پر بنسټ ورسپارل شوې دنده ترسره کوي او خلکو ته د هغې مطابق خدمات وړاندې کوي.

همکار وایي؛ څرنګه، چې نن په افغانستان کې له ورځني ژوند څخه تر اقتصادي پرمختګ پورې هرڅه له برښنا سره تړلي دي؛ نو په دې برخه کې د ډېرو نورو خدمتونو وړاندې کولو ته اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي په کابل کې د یوناما له چارسمبالې سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې کابل ته د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د سفر، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د دوحې بهیر په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلو د پرمختګ او راتلونکو غونډو او نورو اړوند مسلو په اړه بحث وشو.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۴, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سې‌شنبې پر ورځ( د مرغومي درویشتمه) په کابل کې د یوناما له چارسمبالې(سرپرست مشرې) جورجټ ګانیون سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې کابل ته د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د سفر، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د دوحې بهیر په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلو د پرمختګ او راتلونکو غونډو او نورو اړوند مسلو په اړه بحث وشو.

په  دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر خان متقي ویلي؛ اسلامي امارت د دوحې بهیر په کاري ډلو کې د قناعت وړ پرمختګ کړی، خو مخالف لوري تر اوسه ندي توانیدلي، چې د بدیل معیشت او بانکي ستونزو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

د متقي د څرګندونو له مخې، اړینه ده، چې اړوند خواوې اغېزمن ګامونه پورته کړي او  په نورو سکټورونو کې هم پرمختګ وکړي.

ګانیون د دې میاشتې په پای کې د میرمن رزماري ډیکارلو سفر ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغې د دوحې بهیر د دوه کاري ډلو د تېرو غونډو پایلې هم مثبتې و ارزولې او یادونه یې وکړه، چې دې برخې ته به ډېره پاملرنه وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!