مهم خبرونه

هند دې اسلام او مسلمانانو ته د سپکاوي مخه ونیسي – اسلامي امارت

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د دوشنبې پر ورځ د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص ته د هند د واکمن ګوند د چارواکو لخوا له سپکاوي ډکې څرګندونې وغندلې.

تېره اوونۍ د هند د صدراعظم نرندرا مودي د بهاراتیا جنتا ګوند یوې غړې نوپور شرما په یوه تلویزیوني مناظرې کې د اسلام د پیغمبر محمد ص په اړه څرګندونې لرلې، چې نه یوازې یې په هند کې د مسلمانانو احساسات راپارول، بلکې د ګڼشمېر اسلامي هیوادونو سخت غبرګونونه هم ورسره مل شول.

د هند حکومت د مسلمانانو احساساتو ته د درناوي پر پار په ګوند کې د نوموړې غړیتوب وځنډاوه او د دې ګوند د یو بل غړي د څرګندونو پر وړاندې یې د هغه پر ګوندي هڅو بندیز ولګاوه او له ګونده وویستل شو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نه یوازې دغه ګستاخانه څرګندونې وغندلې، بلکې دهند له حکومته یې د  متعصبو اشخاصو د څرګندونو د مخنیوي غوښتنه هم وکړه او وایي، چې هند باید اجازه ورنکړي، چې چارواکي یې د اسلام مبارک دین ته سپکاوی وکړي او د مسلمانانو احساسات راوپاروي.

همدارنګه د قطر او کویټ حکومتونو هم د هند سفیران احضار کړي او په دې برخه کې د هند حکومت د رسمي بخښنې غوښتنه کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې: د هند سفیر ته رسمي اعتراض لیک وسپارل شو او د هند له حکومته غوښتل شوي، چې بښنه وغواړي او دا څرګندونې وغندي.

په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو سازمان هم دغه له سپکاوي ډکې څرګندنې رد کړي او ویلي یې دي، چې یادې څرګندونې په هند کې د اسلام او مسلمانانو سره د بد چلند لامل کیږي.

په هند کې د بهاراتیا جنتا ګوند، پرون یکشنبه په دغه ګوند کې د نوپورشرما غړیتوب وځنډاوه او څرګندوي، چې د نوموړې څرګندونې د «د دغه حزب له تګلارې سره په تناقض» کې دي.

د بهارتیا جنتا ګوند، چې تل په هند کې د مسلمان اقلیتونو پر وړاندې په تندو انتقادونو سره تورن شوی؛ د شرما د غړیتوب د ځندولو ترڅنګ ویلي، چې دغه ګوند «ټولو ادیانو» ته احترام لري.

شرما هم په خپل ټویټ کې د اسلام په اړه د نوموړې څرګندونې د هندیانو د «شیوا» الهه د انتقاد په اړه وې. هغې لیکلي: “که زما څرګندونې د دیني اړخه د کوم چا د ناراحتۍ سبب شوې وي، له قید او شرطه پرته خپلې خبرې بیرته اخلم.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت پر داسې مهال پر هند نیږکه کوي، چې تېره اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی له افغان چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته راغلی و.

Trending

Exit mobile version