نړۍ
هند د می میاشتې په ناسته کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته د ګډون بلنه ورکړه

د رویترز د راپور له مخې؛ هندي رسنیو د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې د می په میاشت کې به هند د شانګهای همکارۍ ټولنه (SCO) غونډې ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر رابللی دی.
دا بلنه څو ورځې وروسته له هغه څرګنده شوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له هند سره د کشمیر د لانجمنې سیمې په ګډون د ټولو موجودو مسلو په اړه د خبرو اترو غوښتنه وکړه.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ یوازې یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په اړه د څرګندونو په اړه په هند کې لاریونونه وشول. هند د زرداري څرګندونې غیر تمدني بللې.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو سمدستي په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.
په شانګهای ټولنه کې چین، هند، روسیه، پاکستان او د منځنۍ آسیا څلور هېوادونه شامل دي.
د اندین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه بلنه په اسلامآباد کې د هند د عالي کمیشنرۍ لخوا ورکړ شوی دی.
که پاکستان ومني؛ نو زرداري به لومړی د بهرنیو چارو وزیر وي، چې له نږدې ۱۲ کلونو وروسته هند ته سفر کوي.
پاکستان او هند په ۱۹۴۷ ز. کال کې له بریتانوي واکمنۍ څخه د خپلواکۍ له اخیستو راپدیخوا درې جګړې کړې دي.
هند پر پاکستان تور لګوي، چې تر خپل کنټرول لاندې د مسلمانانو په اکثریت سیمه کې له لسیزو راپدیخوا بغاوت ته لمن وهي؛ خو پاکستان د هند تورونه ردوي.
د ۲۰۱۹ په وروستیو کې یو ځل بیا تاوتریخوالی راپورته شو، چې کله هند په یو اړخیز ډول د کشمیر خودمختاره حیثیت لغو کړ.
رویترز راپور ورکړ، چې هغه مهال شریف ویلی، چې د نوي ډیلي اقدامات د رویترز د بشري حقونو د سرغړونې لامل شو.
د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي خبرې له هغه وخت راپدیخوا ځنډول شوي دي. که څه هم د پټې دیپلوماسۍ له لارې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره ځینې هڅې شوي دي.
عربي متحده اماراتو په ۲۰۲۱ کې منځګړیتوب وکړ او شریف بیا له هند سره د خبرو اترو بیا پیلولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
نړۍ
د امریکایانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول واک و ځواک کارولی شو ـ بایدن

په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو د ایران پلوه ملیشو له تازه برید وروسته پرون د امریکا ولسمشر جو بایدن ایران وګواښه او په ډاګه یې کړه، چې د امریکایانو خوندیتوب ته به خپل ټول واک او ځواک وکاروي.
رویترز په ډاګه کړې؛ په سوریه کې ایران پلوې ډلې ویلي، چې د امریکا وروستي برید ته په ځواب کې بشپړ چمتووالی لري او لاسونه یې لنډ ندي.
دغه راز بایدن د اړوند برید په اړه ویلي؛ پام کوئ! امریکا له ایران سره شخړه نه غواړي؛ خو مونږ د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره پرېکنده ځواب ویلو ته هره شېبه چمتو یوو.
په سوریه کې د ایراني پلوه ملیشو په تازه برید کې، چې د جمعې پر ورځ ترسره شوی؛ د امریکا یو سرتېری ټپي شوی.
له دې مخکې د بې پیلوته الوتکو پر بریدونو، چې امریکا یې ملامتي پر ایران اچولې؛ ۶ امریکایان ټپي شوي و او یو قراردادي په کې وژل شوی دی.
د بېبي سي د څرګندونو له مخې؛ په سوریه کې د ایران مشورتي کمیتې په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا په برید کې ګڼ شمېر جنګیالي وژل شوي او ټپي دي.
په هغه اعلامیه کې، چې یادې کمیټې لاسلیک کړې خبرداری ورکړ شوی؛ که په سوریه کې زمونږ مرکزونه او ځواکونه په نښه شي، مونږ یې د ځواب ویلو وړتیا لرو.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي؛ په سوریه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې، چې د پنجشنبې پر ورځ یې کړي ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.
دا لومړی ځل ندی، چې په سوریه کې پر میشتو امریکایي ځواکونو د بې پیلوته الوتکو بریدونه کیږي. پوځي چارواکي وایي، چې د ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو پر مرکزونو ۷۸ ځلې بریدونه شوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په دې بریدونو کې سرتېرو او قراردادیانو ته مرګ و ژوبله اوړي.
د سوریې په ختیځ کې د امریکایي سرتېرو دقیق شمېر معلوم ندی؛ خو ویل کیږي، چې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتېري له کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد جنګیږي.
ویل کیږي، چې په ۲۰۱۱ ز. کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راپدیخوا د اسلامی انقلاب ګارد قول اردو په سوریه کې خپل حضور پراخ او پیاوړی کړی او د بشار الاسد د پوځ او ملیشه ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره یې سلګونه کسان دغه هېواد ته استولی دی.
نړۍ
تایلیند د ټاکنو لپاره پارلمان منحل کړ

د تایلیند پاچا ماها وجیرالونګکورن د دوشنبې پر ورځ پارلمان منحل کړ، چې خلک د می په میاشت کې له شل کلنو ناندرو وروسته د ټاکنو د ترسره کولو لپاره رای اچونې ته لار ومومي.
د دغو ټاکنو نېټه نده اعلان شوې؛ خو دوه خبرو سرچینو د دوشنبې پر ورځ رویترز ته ویلي، چې رای اچونه به د می پر ۱۴ نېټه ترسره شي.
د دوشنبې پر ورځ د پاچا په خپور شوي فرمان کې خلکو ته د سیاسي پرېکړې واک ورکړ شوی اوپه ډاګه شوې، چې خلک کولی شي د دولت د مشر په توګه له پاچا سره دیموکراتیک حکومت پر پښو ودروي.
له ۲۰۰۱ راپدیخوا د دې هېواد میلیاردرانو درې ځله حکومتونه جوړ کړي؛ خو پر پوځي کودتاوو او یا د محاکمو پر حکمونو ړنګ شوي دي.
د رویټرز څرګنده کړې؛ د می په ټاکنو کې به د حکومتي مهالوېش له مخې د پارلمان غړي له غوره شوې سنا سره یوځای د جولای په پای کې لومړی وزیر وټاکي.
۶۸ کلن پرایوت به د سرپرست حکومت د مشر په توګه کار ته دوام ورکړي او تمه ده، چې یو ځل بیا نوماند شي.
نوموړي خپلو مخالفانو ته په ډاګه کړې: تاسې باید له خلکو وپوښتئ، چې آیا دوی راضي دي که نه … ما په تېرو کلونو کې ډېر څه کړي دي.
نړۍ
د شمالي کوریا مشر کیم اتومي برید ته د چمتووالي سپارښتنه وکړه

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ KCNA د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د دې هېواد مشر کیم جونګ اون له خپلو هېوادوالو وغوښتل، چې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډ یرغل د مخنیوي لپاره اتومي برید ته ځانونه چمتو کړي.
KCNA دولتي رسنې په ډاګه کړې: د هېواد په پوځي روزنیزو هڅو کې یو بالستیک توغندی، چې پر جعلي اتومي سرګلولې سمبال و؛ ۸۰۰ کیلومتره واټن ووهه.
کیم، چې د دې ازموینې څارنه کوله؛ ویلي، چې یادو هڅو د اردو حقیقي جنګي وړتیا ښه کړې او دا اړتیا یې روښانه کړې، چې د دې ډول هڅو له لارې د هر راز سمدستي او پراخ اتومي ځواب لپاره د چمتووالي حالت ډاډمن کړي.
کیم د خپل هېواد د رسمي نوم لنډیز کاروياو وایي: د شمالي کوریا اتومي ځواک به له خپل لوړ جنګي چمتووالي سره د دښمن بې پروا حرکتونه او تحرکات په کلکه ودروي، کنټرول او اداره کړي او د هر ډول ناغوښتونکي حالت په صورت کې به خپل مهم ماموریت پرته له ځنډه ترسره کړي.
یادې سرچینې داسې انځورونه ښودلي، چې کیم یو ځل بیا له خپلې لور سره د ازموینې په لیدنه کې برخه اخیستې ده او دتوعندي د لیدلو ننداره کوي.
جنوبي کوریا او جاپان د یکشنبې پر ورځ له ختیځ ساحل څخه د شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د توغولو خبر ورکړ، چې په دې وروستیو اوونیو کې د توغندیو د ازموینو په لړۍ کې وروستی دی.
شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.
رویترز راپور ورکړی، چې دوی؛ د جنوبي کوریا او امریکا ګډې پوځي روزنیزې هڅې د یرغل د مخنیوي لپاره جګړې ته چمتووالي بولي.
د امریکا او سویلي کوریا سمندري قول اردو به د دوشنبې پر ورځ د اپریل تر درېیمې پورې د دوه اوونیو لپاره بیسارې روزنیزې هڅې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا د سیول او واشنګتن په وړاندې د جګړې لپاره له ۱.۴ میلیون څخه ډېر رضاکاره په اردو کې شامل کړي، چې له ۸۰۰۰۰۰ څخه ډېر یوازې دوه ورځې مخکې د یوې دولتي ورځپاڼې لخوا په ډاګه شول.
-
لوبی4 days ago
له پاکستان سره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سیالیو لوبغاړي په ډاګه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
په تېر یونیم کال کې له ۵۰ څخه د ډېرو لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوی شوی
-
تازه خبرونه4 days ago
په کابل کې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
-
څار4 days ago
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو ناڅرګند برخلیک
-
تازه خبرونه3 days ago
قطر او افغانستان له ۳۰ زره افغان زدهکوونکیو څخه د ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
-
نړۍ4 days ago
تایلیند د ټاکنو لپاره پارلمان منحل کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
فنلند د نړۍ له ټولو خوشاله او افغانستان خواشینی هېوادونه نومول شوي
-
تحول4 days ago
تحول: په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر بندیز اندېښنې