تازه خبرونه
هند د کابل حبیبیې لیسې له زدهکوونکیو سره د قرطاسیې او البسې مرسته وکړه

په کابل کې د هند سفارت څرګنده کړې، چې دغه هېواد د کابل د حبيبيې لیسې د لومړنيو ټولګیو له زدهکوونکیو سره د سلګونه جوړو جامو او قرطاسیې مرسته کړې ده.
په دغو مرستو کې ۵۰۰ ډوله د ژمي جامې او څه باندې ۵۰۰۰ عدده د لیکلو قلمونه، پنسل، پنسل پاک، تخته پاک، مارکر او پنسل تراش شته دي.
هند له ۲۰۰۲ ز. کال راپدیخوا له حبیبیې لیسې سره په اړیکه کې دی. دغه ليسه په ۱۹۰۳ کال کې د امیر حبیب الله خان لخوا په کابل کې جوړه شوه. دغه ښوونځی، چې ۱۰۰ خونې یې درلودې، په ۱۹۹۰ لسیزه کې سخت ویجاړ شو. هند د ۲۰۰۳ کال د سپتمبر په میاشت کې د دغه ښوونځي د بیا رغولو دنده پر غاړه واخیسته او د بیارغونې لپاره یې څه باندې ۵ میلیون دالرو ژمنه وکړه.
په ۲۰۱۶ کې د هند حکومت پرېکړه وکړه، چې د ۱۰ کلونو په موده کې د حبیبي عالي لیسې لپاره یو میلیون دالر نغدي مرسته وکړي. دغه پيسې د بېړنۍ رغونې، د برښنا د ترانسفرمرونو د نویي کولو او اړوندو کارونو، د بيارغاونې پروګرام، د ښوونکیو د روزنې، د لابراتوارونو او تجهيزاتو د لوړولو او د کلنۍ ساتنې لپاره ځانګړې شوې.
تېر کال له هند څخه یوه تخنیکي ډله کابل ته راغله او د هندي پروژو څارنه یې وکړه، چې د حبیبي لیسې پروژه یوه له هغو څخه وه. د دغې لیسې د مسوولينو د غوښتنې له مخې، هند په دې وروستيو کې د دغې لیسې د زدهکوونکیو لپاره د ژمي جامې او د اړوند قرطاسیه مرسته وکړه.
هند تر اوسه ۴۰ زره ټنه غنم، ۸۵ ټنه طبي مرسته او ۲۸ ټنه مواد د طبیعي پېښو له قربانیانو سره مرسته کړې ده. هند د نشهيي توکو د روږدو کسانو په ځانګړي توګه د ښځو د هوساینې لپاره د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې له دفتر سره هم ملګرتیا کړې ده. په دې ملګرتیا کې هند د روږدو میرمنو لپاره، چې تر درملنې لاندې دي؛ د روغتیا ساتنې ۱۱۰۰ کڅوړې او کمپلې برابرې کړې دي.
تازه خبرونه
د اقتصادي کمیسیون دوهیمه ځانګړې غونډه د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ ترسره شوه
د ریاست الوزراء د دفتر په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په دوهیمه ځانګړې غونډه کې د منظم میکانیزم پر بنسټ د کال د شپږ میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړ شوه او له شپږ میاشتو وروسته به اجرائیوي اقدامات د پخوا په څیر روان وي.

د ریاست الوزراء دفتر ويلي، چې د اقتصادي کمیسیون دوهیمه ځانګړې غونډه د ۱۴۴۶ لېږدیز سپوږمیز کال د شوال پر اتهویشتمه، نههویشتمه او دېرشمه د افغانستان اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده پر مشرۍ ترسره شوه.
د ریاست الوزراء د دفتر په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په دوهیمه ځانګړې غونډه کې د منظم میکانیزم پر بنسټ د کال د شپږ میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړ شوه او له شپږ میاشتو وروسته به اجرائیوي اقدامات د پخوا په څیر روان وي.
په دې غونډه کې د چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې له اړوند وزارتونو سره د همغږۍ له مخې په دولتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د کار د ګړندي کولو او همدارنګه په ټولو سکټورونو کې د موجوده ستونزو د حل لپاره؛ یوه جامع طرزالعمل چمتو کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا طرزالعمل به د تصویب لپاره اقتصادي کمیسیون ته او بیا د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته واستول شي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په دې غونډه کې د اقتصادي کمیسیون د لومړۍ ځانګړې غونډې د پرېکړو په اړه تعقیبي راپورونه وړاندې شول، چې د ۱۴۴۶ لېږدیز سپوږمیز کال د جمادي الاول پر درېیمه د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ ترسره شوه.
په لومړۍ غونډه کې د چارو ادارې پر مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه، چې له ښاري پلانونو سره سم طرزالعملونه رامنځته کړي، چې د دولتي ځمکو د ملکیتونو پلور او وېش او همدارنګه د ودانیو کرایه کولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.
د همدې هدف لپاره کمیټې په دوهیمه غونډه کې د ارزونې لپاره تدوین شوی طرزالعمل وړاندې کړ، چې د وړاندیز شویو تعدیلاتو له شاملولو وروسته به د شیخ هبةالله اخوندزاده دفتر ته د منظورۍ لپاره واستول شي.
د دغه طرزالعمل له مخې؛ هېوادوال کولی شي په شخصي ځمکو کې د ځمکې د تثبیت پروسه په ۱۵ ورځو کې ترسره او په یوه میاشت کې یې نقشه ویزه او ودانیزې چارې یې پيل کړي.
همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې وه، چې په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته اړینې ځمکې انتقال کړي. د دې پرېکړې د پلي کولو په اړه پورته ذکر شویو وزارتونو په دوهیمه غونډه کې خپل راپور وړاندې کړ، چې له مخې یې په ډېری ولایتونو کې ۸۰ زره جریبه ځمکه لېږدول شوې ده او په یو شمېر ولایتونو کې به دا بهیر ډېر ژر بشپړ شي، چې له دې سره به په ټولو ولایتونو کې د صنعتکارانو لپاره د ځمکې د کمښت ستونزه حل شي.
همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د عامې روغتیا وزارت پر مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه، چې د انساني، حیواني، کرنیزو درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړي طرزالعملونه جوړ کړي. دې کميټې دا طرزالعملونه چمتو کړل او د ارزونې لپاره یې وړاندې کړل، چې د وړاندیز شویو تعدیلاتو له شاملولو وروسته به د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته واستول شي.
د یادونې ده، چې د اقتصادي کمیسیون په لومړۍ غونډه کې د شویو پرېکړو د تطبیق په موخه اړوند وزارتونو او ادارو خپل راپورونه د اقتصادي کمیسیون په دوهیمه ځانګړې غونډه کې وړاندې کړل.
تازه خبرونه
د زرګونه افغانان کډوالو له راستنېدو سره به بشري ناورین نور هم پراخ شي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بابر بلوڅ د سېشنبې پر ورځ د ژینیو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا بنسټ کورونو ته له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې لپاره ۷۱ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویلي، چې په افغانستان کې یو ژور بشري بحران مخ پر زیاتېدو دی؛ ځکه، چې لسګونه زره افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو څخه بېرته راستنېدو ته اړ ایستل کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بابر بلوڅ د سېشنبې پر ورځ د ژینیو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا بنسټ کورونو ته له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې لپاره ۷۱ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
بلوچ زیاته کړې، چې دا کډوال هېواد ته له راستنېدو وروسته له سختو ناهیلې کوونکو شرایطو سره مخ دي.
بلوڅ وایي؛ په اپریل کې له ۲۵۱ زره څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه په ناوړه شرایطو کې راستانه شوي، چې په کې له ۹۶ زره څخه ډېر جبري ایستل شوي کسان دي.
هغه ویلي، چې UNHCR د ایران او پاکستان له حکومتونو هم ملاتړ روان ساتي، چې افغانستان ته راستنیدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.
بابر بلوڅ زیاته کړې: ” د افغانان جبري ستنېدا یا فشار راوړل ښه پایله نلري او کولی شي سیمه بې ثباته کړي.”
له ۲۰۲۳ راپدېخوا له ۳.۴ میلیون څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته راستانه شوي یا ایستل شوي دي، چې له ۱.۵ میلیون ډېر په ۲۰۲۴ کې ایستلو ته اړ شوي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې افغانان په ۲۰۲۴ کال کې له آسیا اوقیانوسیې سیمې څخه اروپا ته د غیرقانوني رسیدونکو ترټولو لویه ډله (۴۱ سلنه) ګڼل شوې ده.
تازه خبرونه
چین د کندهار له لارې راستنېدونکو افغان کډوالو ته خیمې ورکوي
د شینهوا خبري سرچینې د چارشنبې پر ورځ( د غویی لسمه ) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ولایتي رییس محمد شعیب حقاني د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې دا خیمې د دې ولایت په تختهپل ولسوالۍ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره درول شوې دي.

په داسې حال کې، چې پاکستان د سلګونو زره افغانانو د جبري ایستلو بهیر روان ساتلی؛ چین د کندهار له لارې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره سلګونه خیمې چمتو کړې دي.
د شینهوا خبري سرچینې د چارشنبې پر ورځ( د غویی لسمه ) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ولایتي رییس محمد شعیب حقاني د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې دا خیمې د دې ولایت په تختهپل ولسوالۍ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره درول شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال په اپریل کې خپل هېواد ته راستانه شوي، چې ډېرو یې یوازې هغه جامې درلودې، چې پر غاړه یې وې.
چین په تېرو څو کلونو کې د افغانستان خلکو ته د درملو، ژمنیو جامو، پټو او خوراکي توکو په ګډون بېلابېلې مرستې کړې دي.
-
تازه خبرونه3 days ago
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل
-
سوداگري5 days ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
سوداگري3 days ago
يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي
-
نړۍ2 days ago
د امریکا په هوايي برید کې ۶۸ حوثیان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د بندر عباس چاودنې د مړو شمېر ۴۰ کسانو ته پورته شو
-
تازه خبرونه1 day ago
آذربایجان په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو روزنیز مرکز تمویلوي
-
تازه خبرونه3 days ago
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر کشمیر د هند د اوبو بندولو په پاکستان کې وېره خپره کړه