Connect with us

لوبی

هند له امریکا لوبه وګټله او د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوه‌یم پړاو ته یې ګام پورته کړ

هند د لوبې په پیل کې خپل درې تکړه لوبغاړي ویرات کوهلي، سوراب نیټراولکر او لوبډلمشر روهیت شرما له لاسه ورکړل.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي درویشتمه په ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام کې هند له امریکا څخه د اووه ویکټو پر توپیر لوبه وګټله او له شپږو نمرو سره د نړیوال جام د اته غوره لوبډلو پړاو ته ورسېد.

امریکا په الف ګروپ کې دوه‌یم ځای لري او په درې لوبو کې یې خپله لومړۍ لوبه له لاسه ورکړي؛ خو څلور نمرې لري. که د جمعې پر ورځ ایرلینډ ته ماتې ورکړي؛ نو راتلونکي پړاو ته تګ به یې ډاډمن شي.

په نیویارک ښار کې له هند سره په نننۍ لوبه کې امریکا لومړۍ توپ‌وهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو پر سوځېدو د ۱۱۱ منډو هدف جوړ کړ.

هند وکولای شول، چې په نولسم اور کې د درې لوبغاړو پر سوځېدو ټاکل شوی پوره او لوبه وګټي.

د امریکا توپ وهونکی نيیش کومار ۲۷ منډې او سټیون ټایلر ۲۴ منډې چوړې کړې. د امریکا په توپ‌اچوونکیو کې ساوراب نټراوالکر د هند دوه لوبغاړي وسوځول.

د هند لپاره سوریاکومار یادف پنځوسیزه ووهله، شیوام ډوبي ۳۱ او ریشاب پنټ ۱۸ منډې جوړې کړې.

د هند توپ‌وهونکي ارشډیپ سینګهـ په څلور اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې؛ څلور لوبغاړي یې وسوځول او د دې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. دغه راز هارډیک پانډیا دوه او اکسر پټېل یوه ویکټه واخیستله.

امریکا د جمعې پر ورځ له ایرلینډ سره لوبیږي او هند د شنبې پر ورځ له کاناډا سره لوبه کوي.

امریکا او هند دواړو خپلې لومړنۍ دوه لوبې ګټلې دي.

هند د لوبې په پیل کې خپل درې تکړه لوبغاړي ویرات کوهلي، سوراب نیټراولکر او لوبډلمشر روهیت شرما له لاسه ورکړل.

آریانا تلویزیون د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

د دې سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات په آریانانیوز او ټولنیزو شبکو کې خپریږي؛ نو له مونږ سره پاتې شئ.

 

Related stories: 

هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه

پاکستان کاناډا ته پر ماتې ورکولو د لوبډلې هیلې ژوندۍ کړې

لوبی

د افغانستان کرکټ الف لوبډله د سریلانکا کرکټ الف لوبډلې سره یوه ټیسټ لوبه کوي

د افغانستان الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ملي لوبډلې کې هم لوبه کړې ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان او سریلانکا الف کرکټ لوبډلې به د سېشنبې پر ورځ (د غویی نهمه) په یوه غیر رسمي ټیسټ لوبه کې له یو بل سره مخ شي.

د افغانستان الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ملي لوبډلې کې هم لوبه کړې ده.

د افغانستان الف لوبډلې جوړښت:

بهیرشاه، دروېش رسولي، اعجاز احمد مهري، عمران میر، ریاض حسن، عبدالمالک، عصمت عالم، شمس الرحمن، ضیا الرحمن، افسر ځاځی (ویکټ کیپر)، اکرام علیخېل (ویکټ کیپر)، عرب ګل، بشیر احمد، فرید احمد، فریدون داوودزی، خلیل ګربز، محمد ابراهیم، محمد سلیم، یما عرب، ضیاءالرحمن.

د سریلانکا الف لوبډله:

کمیل میشارا، ناوانیډو فرنانډو، پاسینډو سوریابنډارا، پاون راټنایکه، راوینډو رسانټا، سونال ډینوشا، وانویا سهان، لحیرو اوډارا (ویکټ ساتونکی)، صیډیرا سماراویکراما (ویکټ ساتونکی) اسانکا منوج، دیلشان ماډوشنکا، ډیلوم سوډدیرا، ایسیټا ویجسونډرا، میلان راټنایکه، شیران فرنانډو، تارینډو راتنایکه.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځه‌ویشتمه) ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!