سیمه ییز خبرونه
هند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
نوي ډیلي د اسلامآباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.
هند او پاکستان د جمعې پر ورځ له یوې سرحدي پېښې وروسته د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل.
نوي ډیلي د اسلامآباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي وه، چې هندي سرحدي ځواکونو د جمعې پر ورځ د بدیان په اړوند سرحدي سیمه کې دوه بېوسلې پاکستاني ملکي وګړي« له پارونې پرته او په مرګوني ځواک» وژلي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې:« پاکستان پر کلکه هغه هر ډول هڅه ردوي، چې وژل شوي کسان “نفوذي کسانو” معرفي کړي.»
اسلامآباد د هند د سفارت شارژدافیر هم احضار کړی او د دغې پېښې په اړه یې د« سمدستي، رڼې او باوري څېړنې» غوښتنه کړې ده.
دغه راز د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان ادعاوې« بېبنسټه او له موخې سره تړلې» بللې او څرګندوي، چې په نوي ډیلي کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر د هغه څه له کبله احضار کړی، چې هند یې« له پاکستان څخه د ناقانونه نفوذ د دوام آسانتیا» بولي.
هند ویلي، درې کسان د پنجاب ایالت د فیروزپور سیمې ته ننوتلي وه او د هندي سرحدي ځواکونو له پرلهپسې خبرداریو سره سره، چې پاکستان ته ستانه شي؛ د پولې د اغزن سیم پر لور روان شوي وه.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، سرحدي ځواکونو د دغو کسانو د مخنیوي لپاره اقدام وکړ؛ ځکه دغو کسانو« د امنیت سمدستي ګواښ» رامنځته کړی و.
نوي ډیلي له پاکستان څخه غوښتي، چې له خپلې خاورې د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیسي او د پولې او دوهاړخیزو هوکړو درناوی وکړي.
د هند او پاکستان اړیکې د ۲۰۲۵ز. کال له څلور ورځنۍ جګړې راپدېخوا، چې په وروستیو څو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته نښته وه، اوس هم ترینګلې دي. دغه جګړه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو د وسلهوال برید له کبله ۲۶ کسان ووژل شول.
هند پاکستان د دغه برید په ملاتړ تورن کړ؛ خو اسلامآباد دا تور رد کړی دی.