لوبی
هند په اتلانو جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (یکشنبه) په دوبۍ کې ترسره شوه؛ د پاکستان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۹.۴ اورونو کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۲۴۱ منډې جوړې کړې.
د هند کرکټ ملي لوبډلې په اتلانو جام کې پاکستان ته د ۶ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.
په دې لوبه کې، چې نن (یکشنبه) په دوبۍ کې ترسره شوه؛ د پاکستان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۹.۴ اورونو کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۲۴۱ منډې جوړې کړې.
هند دا هدف په ۴۲.۳ اورونو کې د څلورو لوبغاړو پر سوځیدو پوره کړ. ویرات کوهلي ۱۰۰ منډې وکړې.
دغه د ۸ لوبډلو سیالۍ د چارشنبې پر ورځ پیل شوې؛ خو پاکستان په کې خپله لومړۍ لوبه له لاسه ورکړه. پدې معنا، چې د دوی برخلیک د دوشنبې پر ورځ په راولپنډۍ کې د نیوزیلینډ او بنګله دیش ترمنځ د لوبې له پایلې سره تړلی دی.
پاکستان تر اوسه په اتلانو جام کې دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي؛ پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلینډ څخه ماتې خوړلې ده.
د نیوزیلینډ او بنګله دیش ترمنځ لوبه نن دوشنبه د کب شپږمه / د فبروري څلیریشتمه د ماسپښین پر ۱:۳۰ پیل کیږي؛ خو له لوبې څخه مخکې خپرونه په هرصورت پر ۱۲:۳۰ هم مه هیروئ.
په ټول هېواد کې د کرکټ مینهوال کولی شي، چې د اتلانو جام ټولې لوبې له آریانا ټلویزیونATN څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.