Connect with us

لوبی

هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه

خپور شوی

د

د هند کرکټ لوبډلې د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شلمه ) په یوه زړه‌راکښونکې لوبه کې خپل پخواني سیال پاکستان ته د ۶ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه.

که څه هم د هند لوبډلې په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۱۹ منډې جوړې کړې، چې په ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام کې ډېر کمزوری هدف دی؛ خو د پاکستان لوبډله بریالۍ نشوه، چې ځان ورورسوي او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۱۳ منډې جوړې او لوبه وبایلله.

د تېرې شپې په لوبه کې د هند لوبډلې پیل ښه و؛ خو د خپل لوبډلمشر روهیت شرما او د دې لوبډلې د نومیالي لوبغاړي ویرات کوهلي له ډګره وتلو د دوی د منډو چټکتیا اغېزمنه کړه.

د ۱۲۰ منډو هدف ترلاسه کول د پاکستان په شان د یوې داسې لوبډلې لپاره، چې د کرکټ لوبې په ډګر کې کلونه – کلونه تجربه لري؛ ستونزمن کار نه و، خو د دې لوبډلې لوبغاړي پر له‌پسې له میدانه ووېستل شول او ونه توانېدل د هند ټاکل شوی هدف پوره کړي.

له دې ماتې سره پاکستان غوره اته سیالیو ته د لار موندلو چانس ستونزمن کړ. دا لوبډله باید خپلې راتلونکې دواړه لوبې د ایرلینډ پر وړاندې داسې وګټي، چې د نمرو په لښتیلیک کې له امریکا لوړ شي. پرته له دې به له سیالیو ووېستل شي.

د کرکټ نړیوال جام په ټولو سیالیو کې، چې هند له پاکستان سره لوبېدلی؛ یوازې یوه لوبه پاکستان لوبډلې ګټلې ده.

د پاکستان راتلونکې لوبه د غبرګولي پر دوه‌ویشتمه / د جون پر یوولسمه له کاناډا سره او وروستۍ لوبه یې د غبرګولي پر اووه‌ویشتمه / د جون پر شپاړلسمه له ایرلینډ سره ده.

د هند له توپ‌وهنې وروسته وړاندوینې د پاکستان پر ګټه وې او ویل کېدل، چې ښايي د هند دا هدف اسانه ترلاسه کړي؛ خو د هند نومیالي توپ‌اچوونکي جسپریټ بومرا د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم او محمد رضوان له مخې لرې کړل او د پاکستان لوبډلې ته یې کلک ګوزار ورکړ.

بومرا په څلور اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او درې پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول.

له لوبې وروسته د پاکستان پخواني لوبډلمشر وسیم اکرم لوبډلې ته په نغوته کې وویل: د پاکستان لوبډله پرته له ځانه هیڅ دښمن ته اړتیا نلري.

پاکستان په الف ګروپ کې له هند، ایرلینډ، کاناډا او امریکا سره دی. په دې ګروپ کې ټولو لوبډلو دوه – دوه لوبې کړې دي.

په دغو سیالیو کې هند لومړی، امریکا دوه‌یم، کاناډا درېیم، پاکستان څلورم او ایرلینډ په پېنځم ځای کې دي.

د یکشنبې له لوبې سره هند دوه بریاوې لري او پاکستان دوه‌یمه لوبه هم وبایلله. پاکستان، چې په لومړۍ لوبه کې له امریکا ماتې خوړلې؛ اوس به یې د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام په راتلونکي پړاو کې د ګډون چانس لږ وي.

لوبې پر ژوندۍ بڼه ګورئ!

آریانا نړیوال راډیو او ټلویزیون د ۲۰ اوریز نړیوال جام لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.

د دې سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات به په منظمه توګه د آریانانیوز په اوبپاڼه او ټولنیزو شبکو کې خپریږي؛ نو، ځکه له مونږ سره پاتې شئ.

لوبی

د فوټبال مینه‌والو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي

د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.

Published

on

که څه هم د افغان اتلانو لیګ (ای‌سي‌ال) پېنځم پړاو سیالیو پیل ته ۹ ورځې پاتې دي؛ خو په ټول افغانستان کې د فوټبال مینه‌والو لیوالتیا مخ پر زیاتېدا ده. له همدې کبله آریانا راډیو ټلویزیون ویاړي، ​​چې تېرو پړاوونو ته ورته یې د افغانانو لپاره د دې سیالیو د ټولو لوبو د ژوندۍ خپرونې، کوربتوب او خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.

د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.

د دې لیګ د پچې اچونې مراسم به د یکشنبې پر ماښام د نومبر پر شپاړلسمه د کابل پر وخت ۷ بجې ترسره او پر ژوندۍ بڼه به په آریانا تلویزیون، آریانا نیوز او همدارنګه د یوټیوب چینل او آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې کې خپاره شي.

د افغانستان اتلانو لیګ په هېواد کې د فوټبال یو له خورا نومیالیو سیالیو څخه دی، چې د ولایتونو له ګوټ ګوټ څخه غوره لوبډلې او غوره لوبغاړي په کې برخه لري. د دې سیالۍ موخه د افغانستان د فوټبال کچه لوړول، ځوان لوبغاړي هڅول او د سپورټ له لارې د ملي یووالي درناوی او نمانځل دي.

د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه زړه‌‌راکښونکي پړاو لپاره بشپړ چمتووالی روان دی. لوبډلې د خپلو جوړښتونو وروستي کولو په حال کې دي، کلبونه چمتووالی نیسي او مینه‌وال د پرانیستې غږ اورېدلو ته پر تمه دي. دا سیالۍ به د پر زړه پورې سیالیو شاهدې وي او په کې به د افغان فوټبال پېژندل شوي ستوري او راڅرګندېدونکي استعدادونه وځلیږي.

د آریانا ټلویزیون یوه ویاند ویلي؛ دوی بشپړ چمتو دي، چې د ټولو سیالیو ژوندی او پراخ پوښښ وړاندې کړي.

ویاند زیاته کړې: “آریانا ټلویزیون خوښ دی او ویاړي، چې د افغانستان اتلانو لیګ لېوالتیا د هېواد هر ګوټ ته ورسوي. فوټبال مونږ یوواليته رابولي. مونږ ژمن یوو، چې د افغان سپورټ غوره لوبغاړي نندارې ته وړاندې کړي.”

د افغانستان اتلانو لیګ د خلکو د میړانې او سپورت ته د لېوالتیا څلی دی او پیل ته یې یوازې نهه ورځې پاتې دي، هرڅه د وړتیاوو، ډله‌ییز کار او ملي ویاړ د نمانځلو لپاره چمتو دي؛ یو داسې جشن ته ، چې یوازې به په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ بڼه خپور شي.

سږکال به لس لوبډلې د افغان اتلانو لیګ په پېنځم پړاو کې د جام ګټلو لپاره له یو او بل سره سیالي وکړي.

دا ۱۰ لوبډلې دا دي:

استقلال کابل اف‌سي

خراسان فاریاب اف‌سي

سرخ پوشان هرات

ابو مسلم فراه اف‌سي

عینو مېنه اف‌سي

ارمان اف‌سي

سرسبز یاشلر اف‌سي

جوانان پېروزي

صرافان هرات

اتفاق خانزاده

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوه‌یمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.

Continue Reading

لوبی

د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

Published

on

د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې ​​له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.

دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!