تازه خبرونه
هوتکې: پټ او ښکاره لاسونه کار کوي چې د رایو د تفتیش پروسه ګډوډه کړي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولین وايي، د رایو د تفتیش پروسې د ګډوډولو لپاره پټ او ښکاره لاسونه کار کوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کار کوونکو سره د اصلاحاتو او همګرايۍ د ټيم د څارونکو د سې شنې ورځې په شخړه کې یو شمېر کسان ټپیان شول. د دغې شخړې له کبله د چهار شنبې په ورځ (د زمري ۲۹) د رایو د تفتیش پروسه د دریو ساعتونو لپاره وځنډېده.
د تحول او تداوم ټیم غړی محمد داوود سلطان زوی وايي، چې د اصلاحاتو او همګرايۍ ټیم غړو او څارونکو له سپکو او درندو وسلو څخه په استفادې اخیستو له تاوتریخوالي کار اخیستی.
د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون انګړ پوځي بڼه غوره کړې وه. د کورنیو سرتېرو ترڅنګ نړیوال سرتېري هم تر سترګو کېدل.
د سې شنبې ورځې په شخړه کې د کمیسیون د رسنیو د مرکز ښېښې او ورونه هم مات شوي دي.
د اصلاحاتو او همګرایې ټيم غړی جنرال امرالله امان وايي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کار کوونکو د رایو له صندقونو سره غېر مسئولانه چلند کاوه.
ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وايي، پټ او ښکاره لاسونه کار کوي چې د رایو د تفتیش پروسه ګډوډه کړي.
د تحول او تداوم د ټیم سربېره د اصلاحاتو او همګرايۍ ټیم هم د دغه حالت څخه اندېښنه لري.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون همدارنګه زیاتوي، د سې شنبې ورځې د شخړې په باب يې څېړنې پېل کړي دي. په ټوله کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون فضا ارامه نه ښکاري او حالاتو ته په کتو ښایی نورې شخړې هم را منځ ته شي.