سیمه ییز خبرونه
هيلري كلنټن كابل ته رارسيدلې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په كابل كې د امريكا سفارت مسوولين وايي چې:
د امريكا د بهرنيو چارو وزيره ميرمن هيلري كلنټن تېره شپه په يو كاري سفر كابل ته را رسيدلې ده.
نړيوالو رسنيو د امريكايي چارواكو په وينا ويلي ، چې:
نوموړې به د خپل سفر په بهير كې له ولسمشر حامد كرزي سره د دواړو هېوادونو پر سترتيژيك تړون، د پاكستان او افغانستان پر اړيكو او له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وكړي.
ويل كيږي، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هڅه كوي، چې ولسمشر حامد كرزى له طالبانو سره خبرو كولو ته قانع كړي.
د نوموړې سفر په داسې حال كې پيل شوى، چې گډو ځواكونو پر سرحدي پوله د حقاني شبكې پر ضد له عملياتو خبر وركړى دى.
د يادونې وړ ده، چې ميرمن كلنټن به د مدني ټولنو له يو شمېر غړيو سره هم وگوري.