تازه خبرونه
هیله ده سوریه وروستۍ پرمختیاوې ښه مدیریت کړي- اسلامي امارت
یاد وزارت دا هیله هم ښودلې، چې په دې هېواد کې د واک لېږد په سولهییزه توګه ترسره، له غچ اخیستلو څخه ډډه وشي او د عمومي عفوې د تګلارې له پلي کولو سره د یوه خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپرپاڼه کې لیکلي؛د سوریې تحریر الشام اسلامي غورځنګ پر مشري د اسلامي ګروپونو لخوا د سوریې د نیول کېدو د مبارکۍ تر څنګ هیله څرګنده کړې، چې په دې هېواد کې د پاتې پرمختیاوو پړاوونه ښه مدیریت شي.
یاد وزارت دا هیله هم ښودلې، چې په دې هېواد کې د واک لېږد په سولهییزه توګه ترسره، له غچ اخیستلو څخه ډډه وشي او د عمومي عفوې د تګلارې له پلي کولو سره د یوه خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شي.
د یادونې ده، چې په سوریه کې د آزادي غوښتونکي غورځنګ (تحریر الشام) پر مشري د بېلا بېلو اسلامي ګروپونو لخوا په تېرو څو ورځو کې د بشار الاسد د نظام پر وړاندې عملیات پیل شول او نن سهار د دغه هېواد د پلازمېنې دمشق له نیولو او بیا د نوموړي له تېښتې سره یاد نظام راوپرځېد.
