تازه خبرونه

هیچاته د نورو پر وړاندې د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوو – افغانستان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا رد او بې بنسټه بولي، چې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر وړاندې کارول کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې نن (یکشنبه د لړم ۲۵) د پاکستان د اردو او د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا بې بنسټه بولي، چې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پرضد کارول کیږي

پرون د پاکستان د پوځ مشر او د بهرنیو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې، یو لړ اسناد او شواهد وړاندې کړل، چې هند په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو ( تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او بلوڅ یاغیانو) ملاتړ کوي او دا د دوی پر وړاندې د افغانستان خاوره کاروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړې؛ هېواد به یې هیڅکله هیچاته اجازه ورنکړي، چې خپله خاوره د بل هېواد پروړاندې وکاروي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې: افغانستان په ښکاره د ترهګرۍ لوی قرباني دی، مونږ له هر ډول توپیر پرته له ترهګرۍ سره د مبارزې پالیسۍ په ملي او نړیواله پالو او هیڅکله به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې د ویجاړونکيو هڅو لپاره وکاول شي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې د افغانستان د بهرني سیاست ترټولو مهم لومړیتوب د هېواد لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ګډو ګټو پر بنسټ راڅرخېدل دي. په ځانګړي توګه نه یوازې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې، بلکې په سیمه کې د امنیت او اقتصادي سوکالۍ لپاره رغنده هڅې تر سره کوي.

هند تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

هند او پاکستان دوه اتومي وسله لرونکي هېوادونه دي، چې یو بل د ترهګرو په ملاتړ او لاسوهنو تورنوي.

Trending

Exit mobile version