تازه خبرونه
هیچا ته به د ګډوډۍ رامنځته کولو اجازه ورنکړ شي – مولوي محمد یعقوب مجاهد
د اسلامي امارت د دفاع وزارت چارسمبالي مولوی محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ پنجشیر ولایت ته په سفر کې ډاډ څرګند کړی، چې هیچا ته به د ګډوډۍ د رامنځته کولو اجازه ورنکړ شي.
نوموړي د دغه ولایت له خلکو، قومي مخورو او امنیتي مسوولینو سره وکتل او له خلکو یې وغوښتل، چې د دښمن پر تبلیغاتو ونه غولېږي او خپل عادي ژوند روان وساتي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد د دې ولایت د خلکو وړاندیزونه هم واورېدل او پر خلکو یې غږ وکړ، چې د نظم په ټینګښت کې له خپلو چارواکو سره پوره همکاري وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې هیڅ ډول وسلوالو ته به اجازه ورنکړ شي، چې امنیت ګډوډ کړي.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي د دغه ولایت امنیتي وضعیت ښه وګاڼه او د اسلامي امارت د مسوولینو او ځواکونو له کړنو او دندو څخه یې ستاینه وکړه.
د یادونې ده، چې مجاهد د امنیت د خوندي ساتنې په اړه اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.
