Connect with us

تازه خبرونه

واشنګتن دې د افغانستان بانک کنګل شوې پیسې بېرته وروسپاري

خپور شوی

د

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین اوړمه ورځ ویلي؛ چین له امریکا غوښتي، چې له ځند پرته دې د افغانستان بانک شتمني بېرته وروسپاري.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین یو ځل بیا له امریکا غوښتي، چې د افغانستان بانک شتمني د افغانستان په واک کې وکړي او آزاده یې کړي.

وانګ د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه د ۳.۵ میلیارد دالرو د بېلولو په اړه د یوه امریکايي قاضي وروستۍ پرېکړه، چې ویلي یې دي د سپتمبر د یوولسمې قربانیان له دې پیسو څخه د غرامت تر لاسه کولو حق نلري؛ ښيي، چې امریکا دا پيسې په ناقانونه توګه کنګل کړي دي.

چین په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاستونو تندې نیوکې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وایي: مونږ له امریکا غواړو، چې پخپل عمل له سره غور وکړي او سمدستي د افغانستان بانک شتمني آزاده او پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه لغو کړي. امریکا باید په افغانستان کې د سولې او بیارغونې لپاره خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي او نړۍ ته وښيي، چې مسوولانه عمل کوي.

اسلامي امارت په وارو وار د امریکا لخوا د افغانستان بانک د شتمنۍ پر کنګل کولو نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې دا پيسې د افغانانو دي او باید د افغانستان بانک ته یې وسپاري.

د افغانستان خلک هم وایي؛ امریکا باید د افغانستان بانک شتمني، چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره په امریکايي بانک کې ایښودل شوي؛ باید ژر تر ژره آزادې کړي.

د اسلامي امارت له واک ته رسیدو څو میاشتې وروسته امریکا د افغانستان بانک شاوخوا اووه میلیارد دالر کنګل کړل او بیا جوبایدن له دې پيسو ۳.۷ میلیارد دالر د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړل؛ خو دا دوه‌یم ځل دی، چې د امریکا په محاکمو کې د بایدن دا پرېکړه ننګول کیږي او قاضیان وايي، چې د سپتمبر د یوولسمې قربانیان حق نه‌لري، چې له دې پيسو غرامت تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

د ملي امنیت په تامین کې د ځانګړو پولیسو هڅې وستایل شوې

په دې غونډه کې د ځانګړو ځواکونو قومندان امین جان د کورنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغو ځواکونو لاسته راوړنې او د سیمینار جزئیات وړاندې کړل.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ځانګړو پولیسو د روزنیز سیمینار په وروستۍ غونډه کې، چې د عملیاتي مهارتونو او اجرائیوي وړتیاوو د ښه‌والي لپاره ترسره شوه؛ ګډون وکړ او د پولیسو هڅې یې وستایلې.

په دې غونډه کې د ځانګړو ځواکونو قومندان امین جان د کورنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغو ځواکونو لاسته راوړنې او د سیمینار جزئیات وړاندې کړل.

هغه ټینګار وکړ، چې هوښیار مشرتابه او د ځواکونو اطاعت د هېواد د امنیت په تامین کې د دې واحدونو د بریالیتوب عوامل دي.

د کورنیو چارو وزیر د خپلې وینا په یوه برخه کې د ملي امنیت او د هېواد د ثبات په تامین کې د ځانګړو ځواکونو له هڅو ستاینه وکړه او وایي، چې د دې ځواکونو بریالیتوبونه او وړتیاوې نه یوازې د ملګرو له‌خوا، بلکې د دښمنانو لخوا هم منل شوي دي.

دغه راز حقاني د ځانګړو ځواکونو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د ساتنې او د خلکو د خدمت لپاره خپلې فزیکي او معنوي وړتیاوې وکاروي.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

یوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه

یوناما ټینګار کوي، چې بشري حقونه یوازې خلاصې مفکورې ندي، بلکې هغه شرایط دي، چې یو معنا لرونکی ژوند؛ ښوونه، روغتیا، کار، د بیان آزادي او په ټولنه کې د ګډون لپاره لاسرسی برابروي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما د بشري حقونو نړیواله ورځ د افغانانو د اساسي آزادیو او اساسي حقونو د ساتنې د اړتیا پر تکرارولو ونمانځله او څرګندوي، چې بشري حقونه د خلکو د وقار، فرصت او امنیت لپاره “ورځنۍ اړتیاوې” دي.

یوناما ټینګار کوي، چې بشري حقونه یوازې خلاصې مفکورې ندي، بلکې هغه شرایط دي، چې یو معنا لرونکی ژوند؛ ښوونه، روغتیا، کار، د بیان آزادي او په ټولنه کې د ګډون لپاره لاسرسی برابروي.

یوناما خبرداری ورکړی، چې ډېری افغانان اوس هم له دې اساسي حقونو څخه بې برخې دي. په ځانګړي توګه له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې د زده‌کړې، کارموندنې او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې سربېره پر دې د هېواد اوږدمهاله امکانات هم اغېزمن کوي.

په افغانستان کې د یوناما سرپرسته جورجټ ګانیون ویلي: “ښځې او نجونې د روغتیا، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په څېر ورته برخو کې له سختو بندیزونو سره مخ دي، چې د دوی اساسي حقونه او د هېواد راتلونکی کمزوری کوي. روغتیایي چوپړ ته کمزوری لاسرسی کورنۍ زیانمنوي او ګاونډیان بې واکه کوي. ډېری افغانان په غیر ارادي ډول هېواد ته راستنیږي.”

یوناما ټینګار کړی، چې افغان چارواکي باید د نړیوالو بشري حقونو له مکلفیتونو سره د مطابقت لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ ځکه، چې له بشري حقونو سره مطابقت نه یوازې قانوني دنده ده، بلکې د سولې، پرمختګ او عامه باور لپاره عملي لار هم ده. یوناما له افغان چارواکو، بنسټونو او نړیوالو همکارانو غوښتي، چې بشري حقونه د هېواد د ثبات اوهیلې د لارې بنسټ جوړ کړي.

دا ورځ په داسې وخت کې راځي، چې د بشري حقونو مسله د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ یوه نا حل شوې مسله پاتې ده او د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو له اساسي شرایطو ګڼل کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ افغانستان د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوي ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۱۹۴۸ کال کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړې، چې  د ټولو انسانانو اساسي حقونه او آزادۍ پر رسمیت وپېژندل شي او له هغه وخت راپدېخوا دا ورځ په ټوله نړۍ کې د عدالت او مساوات لپاره د مبارزې د څلي په توګه پېژندل شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ

ټرمپ په خپله وینا کې ویلي: “ولې مونږ باید د افغانستان، هایټي او سومالیا په څېر له دوزخي هېوادونو څخه کډوال خپل کړو؟!”

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتل، چې د امریکا په پنسیلوانیا کې د اقتصادي وضعیت او د انفلاسیون د مخنیوي په اړه خبرې وکړي؛ خو ناڅاپه ترې بحث کډوالۍ ته ولاړ او افغانستان یې د هایټي او سومالیا تر څنګ «چټل، خېرن او جرم‌ځپلی» هېواد وباله. د هغه دې څرګندونې یو ځل بیا د افغانانو غصه او نیوکې راوپارولې.

ټرمپ په خپله وینا کې ویلي: “ولې مونږ باید د افغانستان، هایټي او سومالیا په څېر له دوزخي هېوادونو څخه کډوال خپل کړو؟!”

هغه زیاته کړې، چې دا هېوادونه “ککړ، بې‌منظم او له جرمونو ډک دي.”

امریکا یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د افغانانو او ۱۸ نورو هېوادونو څخه د ټولو مهاجرت غوښتنلیکونه د شنه کارت او تابعیت غوښتنلیکونه په ګډون ځنډولي دي.

دا هېوادونه ټول غیر اروپایي دي؛ افغانستان، میانمار، چاډ، کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریټریا، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، یمن، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا هېوادونه دي.

افغان-امریکایي ټولنه او د کډوالو د حقونو هڅاند وايي، چې دغه له سپکاوي ډکې څرګندونې د افغان کډوالو په اړه منفي اندونه هڅووي او د د بهر مېشتو افغانانو سیاسي چاپېریال نور هم څانګیز کوي.

کارپوهان د ټرمپ غیر مسوولانه او د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف څرګندونې د دغو ملتونو سپکاوي بولي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې په میلیونونه بهر میشتي افغانان له امنیتي، اقتصادي او بشري ننګونو سره مبارزه کوي.

ډونالډ ټرمپ د روان کال په جنوري کې واک ته له رسېدو راپدېخوا د کډوالۍ په اړه خپله پالیسي سخته کړې ده. نوموړي په واشنګټن کې د امریکا پر ملي ګارډ له وروستي برید وروسته د کډوالو په ځانګړي توګه د افغانانو پر وړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!