تازه خبرونه
واشنګټن ښايي کابل ته خپل ډیپلوماټیک شتون ولېږدوي – د امریکا پخوانی سفیر
نیومن له«آی۲۴ نیوز» شبکې سره په خبرو کې ویلي، که د اسلامي امارت په سیاستونو کې څرګند بدلونونه رامنځته شي؛ افغانستان ته د امریکا د ډیپلوماټیک حضور بېرته ستنېدل د اټکل وړ ده؛ خو هغه د دې کړنې د ترسره کولو لپاره کومه نېټه ځانګړې کړې نهده.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن ویلي، چې واشنګټن ښايي په راتلونکي کې کابل ته خپل ډیپلوماټیک شتون بېرته ولېږدوي؛ خو ټینګار یې کړی، چې له اسلامي امارت سره هر ډول نوې اړیکه باید«ګام پر ګام» او د دواړو لوریو د عملي اقداماتو پر بنسټ رامنځته شي.
نیومن له«آی۲۴ نیوز» شبکې سره په خبرو کې ویلي، که د اسلامي امارت په سیاستونو کې څرګند بدلونونه رامنځته شي؛ افغانستان ته د امریکا د ډیپلوماټیک حضور بېرته ستنېدل د اټکل وړ ده؛ خو هغه د دې کړنې د ترسره کولو لپاره کومه نېټه ځانګړې کړې نهده.
د نیومن د څرګندونو له مخې؛ د ښځو حقونه او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه له هغو مسئلو څخه دي، چې له کابل سره د اړیکو د عادي کولو په اړه به د واشنګټن هره پرېکړه له سیاسي فشار سره مخ کړي.
هغه له دې سره-سره ویلي، چې امریکا افغانستان ته د بېرته ستنېدا دلایل لري او واشنګټن اوس هم په ځینو برخو کې لکه؛ د امریکايي وګړو د خوشې کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسئلو کې د اسلامي امارت له چارواکو سره عملي اړیکې لري.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له امریکا څخه په کابل کې د سفارت د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه او په اقتصادي برخو؛ کانونو، بندونو او سړکونو کې پانګونه وکړي.
نیومن د افغانستان د کانونو ظرفیتونو ته په نغوته کې ویلي، چې دغه برخه د امریکايي شرکتونو لپاره بالقوه د پام وړ ده؛ خو ټینګار یې کړی، چې د دا ډول پانګونو د عملي کېدا لپاره تلپاتي امنیت، د قانون حاکمیت او د شرکتونو باور ته اړتیا ده؛ هغه شرایط، چې د ده پر وینا اوسمهال برابر نهدي.
د امریکا پخواني سفیر همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان له پامه غورځول د واشنګټن لپاره پایلې لرلی شي او دغه هېواد اوس هم د منځنۍ او جنوبي آسیا پر امنیت اغېز کولی شي.
نیومن د امریکا او افغانستان د راتلونکو اړیکو په اړه وړاندیز کړی، چې هر ډول پرمختګ باید د« واقعي اقدام په بدل کې د واقعي اقدام» پر بنسټ وي. هغه ویلي، چې واشنګټن باید یوازې پر ژمنو یا د سیاستونو د بدلون پر هیلو تکیه ونهکړي.
هغه ټینګار کړی، که په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل کېږي؛ واشنګټن باید د دغه اقدام په بدل کې له کابل څخه مشخص امتیازات او عملي اقدامات ترلاسه کړي.