تازه خبرونه

واشنګټن له طالبانو سره په هوکړه کې ځینو مهمو موخو ته لاسرسی موندلی – خلیلزاد

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبانو د داعش پر ضد ګام اخیستی او د افغانستان په ختیځ کې یې د دې ډلې د تمویل، روزنې او افرادو د ګمارلو لړۍ درولې ده.

 خلیلزاد د داعش پر ضد د طالبانو د مبارزې پیغامونه او د داعش د ګمارلو او زدکړو د مخنیوي لپاره د طالبانو د اقدام هرکلی کوي.

 نوموړی د هېواد په ختیځ کونړ ولایت کې له داعشیانو سره د طالبانو جګړه د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن یوه موخه بولي.

د خلیلزاد په خبره، د سولې په هوکړه کې د امریکا د ژمنو عملي کیدل د طالبانو له اقداماتو سره تړلی دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې؛ دا کار زمونږ په هوکړه لیک کې د القاعدې او نورو ډلو پر وړاندې د ګام پورته کولو په تړاو د طالبانو د عمومي ژمنې ښکارندوی دی، چې امریکا یا متحدین ګواښي. مونږ له طالبانو غواړو، چې خپلې ژمنې عملي کړي. په هوکړه لیک کې زمونږ ژمنې، د طالبانو د شویو ژمنو په تړاو له اقداماتو سره تړلي دي.

د افغانستان د ملي پیوستون ګوند رییس سیداسحاق گیلاني ویلي: میلر او خلیلزاد قطر ته تلي او هیله ده، چې د خپلمنځي خبرو د پیلولو لپاره  د بندیانو د خوشې کیدو زیری راوړي.  

په داسې حال کې، چې طالبان او امریکا د سولې هوکړه لیک د مادو د پلی کولو په حال کې دي؛ خو به کابل کې بیا حکومت له سیاسي ډلو سره د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل پر څرنګوالي یوه ګډ دریځ ته ندی رسیدلی.

 د عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمان رحیمي ویلي: د یو داسې ګډ پلاوي پر سر، چې د افغانستان استازیتوب وکړي اختلافونه شته او مونږ د داکترعبدالله عبدالله په مشرۍ د ټولګډونه حکومت له لوري د پلاوي په اړه پوره چمتووالی لرو.

د پاکستان لومړی وزیر د ولسمشر غني د دې غوښتنې په اړه، چې طالبان دې له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي، ویلي، چې د افغانستان سولې په بهیر کې ټول تر لاسه شوي پرمختګونه د پاکستان د همکاریو پایله ده او باید د دې هېواد له رول مننه وشي.

 د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي: په اوسني حالت کې باید د پاکستان له رول مننه وشي او اوس باید د افغان حکومت او امریکا تر منځ پدې ټکي همغږي وي، چې نولس کلونو جګړو ونکړای شو په افغانستان کې سوله رامنځته کړي او اړتیا ده، چې د سولې لار دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي بیا ټینګار کړی، چې د سولې په بهیر کې باید د افغان ماشومانو حقونه او اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

د دې سازمان په اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان د ماشومانو لپاره مرګونې سیمه ده او ملګري ملتونه سولې ته د لاس رسې لپاره د ښکېلو خواوو تعامل او هڅې ستایي او د روانو نښتو په پای ته رسیدو ټینګار کوي.

Trending

Exit mobile version