تازه خبرونه

وروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان

د تاجکستان لوی څارنوال حبیب‌الله واحدزاده په یوه خبري غونډه کې د شمس‌الدین شاهین او درواز ولسوالیو سرحدي نښتو ته پر نغوته( اشاره ) ویلي: «چینایي وګړي د سړک جوړولو پر کار بوخت دي. د هغو وژل چا ته ګټه رسوي؟ دا ښيي؛ ځینې اشخاص او جرمي ډلې شته، چې سوله نه غواړي او یا هم غواړي زمونږ او چین ترمنځ اړیکې خرابې کړي.»

Published

on

د تاجکستان لوی څارنوال ویلي، چې د افغانستان له خاورې څخه د دغه هېواد پر سرحدي سیمو وروستي بریدونه د دوشنبې او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د زیانمنولو هڅه ده، چې په کې پېنځه چینایان وژل شوي دي.

د تاجکستان لوی څارنوال حبیب‌الله واحدزاده په یوه خبري غونډه کې د شمس‌الدین شاهین او درواز ولسوالیو سرحدي نښتو ته پر نغوته( اشاره ) ویلي: «چینایي وګړي د سړک جوړولو پر کار بوخت دي. د هغو وژل چا ته ګټه رسوي؟ دا ښيي؛ ځینې اشخاص او جرمي ډلې شته، چې سوله نه غواړي او یا هم غواړي زمونږ او چین ترمنځ اړیکې خرابې کړي.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او تاجکستان پر پوله د چینایي کارګرو پر ضد بریدونه د یوې جنايي دوسیې په توګه تر څېړنې لاندې دي او دا هم څرګنده شوې، چې دا وژنې د تاجکستان د وګړو کار ندی.

اسلامي امارت هم له دې مخکې اعلان کړی و، چې د دوی ارزونې ښيي؛ دا بریدونه هغو ډلو ترسره کړي، چې هدف یې په سیمه کې بې‌ثباتي او بې‌باوري رامنځته کول دي. کابل ټینګار کړی؛ اجازه به ور نکړي، چې له تاجکستان سره د باور او اړیکو اوسنۍ فضا زیانمنه شي.

Trending

Exit mobile version