تازه خبرونه

وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي

Published

on

د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.

د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بې‌سارې بې‌وزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version