تازه خبرونه
وسلوالو په کابل کې پر رڼا ورځ درې امنیتي ځواکونه وژلي
ناڅرګندو وسلوالو د دوشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې دوه امنیتي پرسونل او یو پولیس پر ډزو وژلی.
عیني شاهدانو ويلي، چې وسلوالو موټرسایکل سپرو د چنداول په اړوند سیمه کې پر هایلوکس موټر ډزې وکړې او دوه امنیتي پرسونل یې وویشتل.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ یو پولیس، چې د وسلوالو د څارلو په هڅه کې و هم وژل شو.
دغه راز ویل شوي، چې وسلوال درې کسان ول، چې له سیمې تښتیدلي دي.
د کابل پولیسو ويلي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.