تازه خبرونه
وسلوال طالبان د جګړو په لیکو کې کم عمره ماشومان کاروي – پکتیا والي
پکتیا والي ویلي؛ وسلوال طالبان د جګړو په لیکو کې له کم عمره ماشومانو کار اخلي، چې له ټولو اسلامي او نړيوالو اصولو پوره سرغړونه ده.
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي زیاتوي، چې طالب جنګيالي له کم عمره ځوانانو څخه د چاوديدونکیو توکو په لېږد، ځانمرګو بريدونو او دې ته ورته ځينو نورو ناوړه چارو کې کارول کیږي، چې دا د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل دي.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړي او خلک وايي؛ نه یوازې دا، چې طالبان په جګړه کې له کم عمره ماشومانو ګټه پورته کوي، بلکي په حکومت کې هم دا ستونزه شته او باید د کم عمره ځوانانو ژوند او راتلونکي ته پوره پاملرنه وشي.
د پکتیا ولایتي شورا غړی محمد الرحمان قادري او قومي مشران تائيدوي، چې وسلوال طالبان له ماشومانو څخه پر يادو چارو سربېره د نشه يي توکو په لېږد او ورته ځنيو نورو برخو کې هم ګټه اخلي او له دولته غوښتنه کوي، چې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره دې د کار زمینه برابره کړي، څو جنګي ډلې ترې ناوړه استفاده ونکړي.
په سویل ختیځ زون کې د بشر حقونو سيمه ييز دفتر مسوولين بیا وايي، چې که څه هم دوی د وسلوالو طالبانو په سیمو کې نظارت ته لاسرسی نلري؛ خو هغه پېښې، چې د مایونونو ځای پر ځای کول دي او کسان یې په تړاو نیول شوي کم عمره ماشومان دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا ادعا ردوي او وايي، چې دوی په هیڅ ډول جنګي يا نورو چارو کې له ماشومانو کار ندی اخيستی.
